ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۷ ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول

د ۱۷ ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول

author avatar
7 Nov 2021 - 19:02
د ۱۷ ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول
author avatar
7 Nov 2021 - 19:02

کابل (پژواک ۱۶ لړم ۱۴۰۰): حکومت وايي، د ولايتي چارو د لا ښه تنظيم او پرمختګ لپاره د ۱۷ ولايتونو لپاره واليان، د ۱۵ ولايتونو مرستيالان او د لسو ولايتونو امنیه قومندانان نوي ټاکل شوي دي.

د حکومت د وياند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټاکنې د يوه فرمان په اساس شوې دي.

ده زياته کړې، عبدالغني د بدخشان د والي، محمد علي جان د پکتیا د والي، قاري بریال د کابل د والي، نثار احمد د کندوز د والي، قاري بختیار د بغلان د والي، مالي خان د لوګر د والي، عبدالله مختار د پکتیکا د والي، عبدالله سرحدي د بامیان د والي، حاجي دعوت د اروزګان د والي، روحاني د فراه د والي، عبدالرحمان اکا د سرپل د والي، شعیب د جوزجان د والي، قاري پهلوان د فاریاب د والي، محمد امین جان کوچی د میدان وردګو د والي، بسم الله (عبدالله) د زابل د والي، نجیب الله رفیع د نیمروز د والي او اسحاق اخندزاده د غزني د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د هغه په وينا، مفتي محمد ادریس د کابل د مرستیال والي، حبیب الرحمان صهیب د کندوز د مرستیال والي، محمد ادریس د بغلان د مرستیال والي، انعام الله د لوګر د مرستیال والي، سعید احمد د لغمان د مرستیال والي، نور الهدی د بلخ د مرستیال والي، جهادیار د فراه د مرستیال والي، محمد نادر د سرپل د مرستیال والي، عبدالمنان محمود د جوزجان د مرستیال والي، شیراحمد د میدان وردګو د مرستیال والي، عبدالخالق عابد د زابل د مرستیال والي، عبدالمنان د سمنګان د مرستیال والي، سیدحنیف (عباده اغا) د غزني د مرستیال والي، عبدالله د کونړ د مرستیال والي، حاجي راشد د دایکنډي د مرستیال والي په توګه ګومارل شوي دي.

مجاهد وايي، همداراز ولي جان حمزه د کابل ولایت د امنیه قومندان، عزیز الله د کندوز د امنیه قومندان، صفي الله اخند د بغلان د امنیه قومندان، محمد الدین شاه مخبط د لوګر د امنیه قومندان، مطیع الله د بلخ د امنیه قومندان، حبیب الله شاکر د تخار د امنیه قومندان، حاجي معصوم د فراه د امنیه قومندان په توګه، حذیفه د فاریاب د امنیه قومندان، لبیب د غور د امنیه قومندان او عبدالحق حقاني د کونړ د امنیه قومندان په توګه او همدارنګه سلیمان اغا د شینډنډ د ۵ ولسوالیو د مسوول په توګه مقرر شوي دي.

Visits: 532

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.