ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیوزلینډ د افغانستان په ماتولو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت

نیوزلینډ د افغانستان په ماتولو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت

author avatar
7 Nov 2021 - 18:00
نیوزلینډ د افغانستان په ماتولو د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت
author avatar
7 Nov 2021 - 18:00

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۰): د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې افغانستان خپله پنځمه لوبه له نيوزلينډ سره وکړه چې دې لوبډلې په ۸ ويکټو ترې وګټله.

دغه لوبه نن (یکشنبې، د لړم ۱۶مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې وشوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۲۴ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان د سر لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو نجيب ځدراڼ بيا ښه لوبه وکړه چې ۷۳ تر ټولو ډېرې منډې يې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د نيوزلينډ لوبغاړو ترينټ بولټ درې او ټيم سوتي بيا دوه ویکټې واخیستې.

نيوزلينډ بيا دغه ټاکلی هدف په اتلسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته يې په اتو وېکټو سره ماتې ورکړه.

له دې مخکې افغان لوبډلې خپله لومړۍ رسمي لوبه د روان کال د اکتوبر په ۲۴مه له سکاټلينډ سره وکړه چې يادې لوبډلې ته يې د ۱۳۰ منډو په توپير سره ماتې ورکړې وه.

دغه راز په دويمه لوبه کې يې له پاکستانه ماتې وخوړه، درېيمه لوبه کې يې بيا نميبيا ته د ۶۱ منډو په توپير سره ماتې ورکړه او دغه راز په څلورمه لوبه کې يې له هندوستان څخه د ۶۶ منډو په توپير سره ماتې وخوړه.

د کرکټ نړيوالې شورا د معلوماتو له مخې، که چېرې افغانستان دغه لوبه له نيوزلينډ څخه په لوړ توپير ګټلې وای، نو نيمه پای لوبې ته يې د تللو چانس ډېر و.

خو افغان لوبډلې د دې لوبې په بايللو سره له نړيوال شل اوريز جام سره مخه ښه وکړه.

دغه راز نيوزلينډ بيا د دې لوبې په ګټلو سره نيمه پای لوبې ته لار ومونده چې له دغه ګروپ څخه پاکستان مخکې نيمه پای لوبې ته لار موندلې وه.

له دغه ګروپ څخه پاتې څلور لوبډلې افغانستان، هند، نميبيا او سکاټلنډ له نړيوال جام څخه د سږ کال لپاره حذف شول.

Visits: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.