Language

د ننګرهار خبريالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتياوو غوښتنه وکړه

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار خبريالانو د دغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ له رييس سره د همغږۍ په یوه غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

دغه ناسته نن د لړم په ۱۸مه د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په کوربه توب جوړه شوې وه چې په کې د سيمه ييزو، ملي او نړيوالو رسنيو خبريالانو او په ننګرهار کې د رسنيو د ملاتړ ټولنو استازو ګډون کړی وو.

خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو تر څنګ د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او امنیتي ګواښونو مخنیوی او د اقتصادي ستونزو حل وغوښت.

ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر يوسف ظريفي وويل، چې ننګرهار کې خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼو ستونزو سره مخ دي او دغه برخه بيخي صفر شوې ده.

هغه زياته کړه چې رسنۍ له اقتصادي او امنيتي ننګونو سره مخ دي او دغه راز لا هم د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې شته چې په تېرو څو مياشتو کې څلور خبريالان وهل او ټکول شوي دي.

د ننګرهار د خبريالانو ټولنې مشر رحمت الله زيارمل هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له شته ستونزو شکايت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په دغه برخه کې دې اسانتیاوې برابرې شي.

په دغه ولایت کې د ايف ايم رسنيو د اتحايې مشر شفيق الله رحماني غوښتنه وکړه چې حکومت دې د رسنيو د ملاتړ او په رسنيو کې د خپرونو لپاره په يوې پاليسي او طرحې کار وکړي چې رسنۍ له سقوط څخه وژغورل شي.

د اطلاعات او فرهنګ رييس نور محمد حنيف ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې به اسانتياوې برابروي چې نننۍ غونډه د دغې هڅې يوه کړۍ ده.

هغه زياته کړه، د اوس لپاره خبريالان د راپور جوړولو او له چارواکو سره د مرکو لپاره د اطلاعات او فرهنګ رياست سره اړیکه نیسي چې دوی وخت په وخت همکاري ورسره کړې ده.

هغه دا ژمنه هم وکړه چې د خبريالانو د امنيتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او تاوتريخوالي ستونزې به له ولايت مقام سره شريکوي او په ګډه به ورته حل لارې لټوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.