ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نظام له بدلون وروسته قرغې ته د خلکو ورتګ ۹۰ سلنه کم شوی؛ کاروباریان یې شکایت کوي

د نظام له بدلون وروسته قرغې ته د خلکو ورتګ ۹۰ سلنه کم شوی؛ کاروباریان یې شکایت کوي

author avatar
10 Nov 2021 - 11:01
د نظام له بدلون وروسته قرغې ته د خلکو ورتګ ۹۰ سلنه کم شوی؛ کاروباریان یې شکایت کوي
author avatar
10 Nov 2021 - 11:01

کابل (پژواک، ۱۹لړم ۱۴۰۰): د کابل ښار د قرغې بند کې کاروباریان وايي چې له دغه بنده د لیدونکو د شمېر د کموالي له امله یې د تېرو درېیو میاشتو عایدات د پام وړ کم شوي او ان ځینو کسانو یې کاروبار له لاسه ورکړی دی.

قرغې بند د کابل ښار لوېدیځه څنډې ته په اته کیلومترۍ کې پروت دی، په ۱۳۳۰ کال کې د محمد ظاهرشاه په واکمنۍ (۱۹۳۳ – ۱۹۷۳م) کې جوړ شوی دی.

د کښتۍ چلول، د کب روزنې فارمونو لیدنه، د شنو ونو د قوریې او ګلف لوبې د یاد تفريح ځای مهمې سرګرمۍ دي.

په رسمي ورځو او رخصتیو کې ډېری کورنۍ د قرغې بند تفریح ځای ته راتلې، خو د مخکني نظام له سقوط وروسته د دغه بند د لیدونکو، په ځانګړې توکه ښځو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د قرغې بند کې د یوه هوټل مالک امر نوابي چې اوس یوه کراچۍ ګې نخود پلوري، پژواک ته وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې په دغه بند کې کاروبار د سقوط تر بریده رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: ((د غني حکومت له سقوط مخکې مې ۱۴ دانې تختونه لرل او اتو کسانو راسره کار کاوه، خو د غني حکومت له سقوط وروسته کاروبار هم سقوط وکړ، ډېر لږ خلک راتلل، که راتلل هم څه یې نه خوړل.))

هغه چې د عایداتو کموالي له امله یې د شور نخودو پلور ته مخه کړې، وايي، مخکې یې اووه شاګردان لرل، ټول بېکاره شوي دي.

نوابي قرغې بند ته د خلکو د نه ورتګ لامل بېکاري او بېوزلي وبلله او ویې ویل: ((چې پیسې نه وي، تفريڅ امکان نه لري.))

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، شاوخوا پنځه میاشتې مخکې یې ۴۰۰۰زره ورځنی عاید درلود، خو په تېرو څلورو میاشتو کې یې د ډېری ورځو عاید له ۳۰۰ افغانۍ نه ډېرېده.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي.

په ورته وخت کې په دغه بند کې د حسین علي په نوم بل شورنخود پلورونکي هم د عایداتو کموالي ته په اشاره وویل، په تېرو څلورو میاشتو کې یې له ۲۰زره افغانۍ ډېر عاید نه درلود، په داسې حال کې چې مخکې یې هره میاشت کې ۳۰ زره عاید درلود.

نوموړي وویل، د مخکني نظام له سقوط وروسته د قرغې بند کاروبار صفر ته رسېدلی؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی.

هغه په ډاګه کړه: ((له اسلامي امارته غواړو چې خلک بېرته کارونو ته وغواړي او معاشونه یې ورکړي، ځکه ژوند د اقتصاد د زنځیر په څېر دی، که دولتي کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته لاړ شي او معاشونه واخلي، د دوی له برکته زموږ کاروبار هم ښه کېږي.))

په ورته وخت کې، د قرغې په بند کې د کښتیو مالک حاجي اجمل فضل پژواک ته وویل، د مخکني نظام له بدلون وروسته یې کارونه کم شوي او خلک د تېر په څېر قرغې بند ته د تفريڅ لپاره نه ورځي.

هغه د قرغې بند ته د خلکو د ورتلو کمښت لامل په هېواد کې بېکاري او بېوزلي وباله او ویې ویل: ((مخکې خلکو دندې درلودې او اقتصاد یې ښه و، تفريح ته راتلل، په کښتۍ، اسونو او چرخ فلک کې سپرېدل، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله د خلکو شمېر ډېر کم شوی دی.))

نوموړي د دې په روښانولو چې قرغې بند ته د مراجعینو کموالي د دوی پر کاروبار هم اغېز کړی، وویل، له همدې امله یې کاروبار ۹۰ سلنه کم شوی دی.

هغه روښانه کړه، له کارکوونکو سره د مرستې په خاطر یې هيڅوک نه دي ځواب کړي، خو پخوانی عاید نه لري او ان د کرایې پیسې نه شي پیدا کولای.

د کفایت الله په نوم یوه کښتۍ چلوونکي په یاد بند کې د خلکو کمښت ته په اشاره وویل، د سیاسي نظام له سقوط مخکې یې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ ځلې کښتۍ کرایه کېده، خو په تېرو څلورو میاشتو کې ډېری وخت بېکاره وي.

په ورته وخت کې نویدالله چې د قرغې په بند کې ۱۵ غرفې یا کپې لري، وايي، مخکې یې غرفې ډکېدې او ان خلک پر ځکمه کښېناستل، خو اوس د پخوا په څېر کاروبار نشته.

د ده په خبره، مخکې یې هره ورځ له څلور تر ۱۰زره افغانۍ عاید درلود، خو په تېرو څلورو میاشتو کې ډېری ورځې بېکاره وي.

دغه راز په قرغې بند کې د اسونو مالک محب الله پژواک ته وویل، د مخکني نظام له سقوط مخکې یې کاروبار ښه و او هره ورځ یې ۱۰۰۰ افغانۍ عاید درلود، خو په تېرو څلورو میاشتو کې یې د اسونو لګښت نه شي پوره کولای.

هغه وویل، د یادې سیمې امنیت د پخوا به پرتله ښه شوی، خو د بېوزلۍ ډېرېدو له امله په دغه بند کې د تفريح کوونکو شمېر کم شوی دی.

په تفريح کوونکو کې ښځې نه لیدل کېږي

د کندهار ولایت اوسېدونکي مزمل چې دغه تفريځ ځای ته راغلی و، وویل، وضعیت تغییر کړی او قرغې بند مخکنی بیروبار نه لري.

هغه پژواک ته وویل، پر ښځینه طبقې د محدودیتونو لګېدو له امله هيڅ ښځه او نجلۍ نه لیدل کېږي.

نوموړی له خلکو او کورنیو وغوښتل چې قرغې بند ته له ډار پرته راشي او مېله وکړي.

د مزارشریف اوسېدونکي قاري محمد نور جهادیار چې له ملګرو سره قرغې بند ته راغلی و، وویل، له څلورو کلونو وروسته کابل ته راغلی دی.

هغه د دې په روښانولو چې لومړی ځل دی له ملګرو سره دغه تفريح ځای ته راغلی، وايي، یوه زړه راښکونکې منظره ده او نن ورځ یې ډېره خوشاله تېره شوه.

نوموړی د نظام تغییر ته په اشاره وویل: ((ډېر خوشاله یم چې د اسلامي امارت په راتګ سره ټول ځایونه په مجاهدینو او نورو خلکو امن دي او کولای شي په ازادانه ډول تګ راتګ وکړي.))

نوموړي نورو هېوادوالو ته په اشاره وویل، د سیمې امنیت د مجاهدینو له خوا تامین شوی او خلک کولای شي په ازادانه ډول تفريح ته راشي.

د غزني ولایت اوسېدونکي حاجي محمد وویل، اولین ځل دی چې قرغې بند ته راغلی دی.

امنیت تامین دی، هېوادوال کولای شي راشي او ازادانه تګ راتګ وکړي، د امنیت اندېښنه دې نه لري.

 

Visits: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.