ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې سر له شنبې ورځې د نجونو ښوونځي تر دوولسم ټولګي پورې بېرته پیلېږي

خوست کې سر له شنبې ورځې د نجونو ښوونځي تر دوولسم ټولګي پورې بېرته پیلېږي

author avatar
11 Nov 2021 - 17:18
خوست کې سر له شنبې ورځې د نجونو ښوونځي تر دوولسم ټولګي پورې بېرته پیلېږي
author avatar
11 Nov 2021 - 17:18

خوست ښار (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۰): مسوولين وايي چې په خوست کې سر له شنبې له اووم څخه تر دوولس ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پيلېږي.

د خوست د پوهنې رييس سيد وسيم حقاني پژواک خبري اژانس ته وويل پلان لري چې د شنبې په ورځ د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې له اووم څخه تر دوولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پيل کړي.

نوموړي وويل، دوی د ښځو له تعليم سره هيڅ ډول ستونزه نه لري، خو د ځينو مشکلاتو پر اساس د نجونو ښوونځي تړل شوي.

سيد وسيم حقاني دا هم وويل چې د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې، د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې نومرې به هم په کلنۍ ازموينو کې ورسول شي.

هغه وويل، ښايي دا ازموينې د راتلونکې سې شنبې په ورځ چې د لړم له ۲۵مې نېټې سره برابره ده، پيل شي.

په ورته مهال د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د پوهنې رياست له دې پرېکړې خوښ دي چې له مخې به يې تر دوولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پيلېږي.

د سميع الله درمان په نوم يوه کس پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سره به د دوی د کور نجونو هغه هيلې بېرته را ژوندۍ شي چې د خپل راتلونکي په اړه یې لري.

د خوست يوه بل اوسېدونکي رحیم عادل هم پژواک ته وويل چې د نجونو ښوونځيو په پيل کېدو خوښ دی او وايي چې د نجونو زده کړې چې په نيمه کې پاتې دي، بايد بېرته پيل شي.

هغه له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې دا بايد نمايشي بڼه ونه لري او داسې نه چې له څه مودې تېرېدو وروسته د نجونو ښوونځي بېرته بند شي.

دغه راز د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خوست کې د نجونو ښوونځيو پر پيلېدو جدي کار روان دی.

هغه وويل، په نږدې راتلونکي کې به د نجونو ټول ښوونځي، په ځانګړي ډول د لېسې دورې زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

د روان ميلادي کال د اګسټ په ۱۵مه نېټه کله چې طالبان واک ته ورسېدل، ورسره په ټول هېواد له اووم څخه تر دوولسم ټولګي د نجونو ښوونځي وتړل شول، خو اوس کرار کرار په ځينو ولايتونو کې د بيا پيلېدو خبرونه يې ورکول کېږي.

Views: 1023

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.