ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبا په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي

سبا په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي

author avatar
13 Nov 2021 - 15:18
سبا په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي
author avatar
13 Nov 2021 - 15:18

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): د اطلاعات او کلتور وزارت د فرهنګي کمېسیون یو غړی وايي چې سر له سبا د هېواد په اوو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي.

د یادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د پاسپورټ د وېش بهیر بند شو، خو نوي حکومت د روان کال د زمري په ۱۳مه دغه بهیر بیا پیل کړ.

پاسپورټ ریاست هغه مهال ویلي وو چې لومړی هغه شاوخوا ۲۵زره کسانو ته چې مخکې یې بانکي تعرفې ورکړې او ورپسې هغو ۱۷۰ کسانو ته چې مخکې یې نوم لیکنه کړې ده، خو بانکي تعرفې یې نه دي ورکړې، پاسپورټونه ورکول کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي کمېسیون غړي انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سر له سبا (یکشنبې) په ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندوز، خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي.

نوموړي لیکلي چې په راتلونکو نږدې ورځو کې به دغه بهیر به نورو ولایتونو کې پیل او د پاسپورټونو لپاره به انلاین نوم لیکنه هم پیل شي.

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.