ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا هڅې کوي د افغانستان په اړه له روسیې، چین او هند سره ګډ تعامل ولري

امریکا هڅې کوي د افغانستان په اړه له روسیې، چین او هند سره ګډ تعامل ولري

author avatar
20 Nov 2021 - 17:17
امریکا هڅې کوي د افغانستان په اړه له روسیې، چین او هند سره ګډ تعامل ولري
author avatar
20 Nov 2021 - 17:17

کابل (پژواک ۲۹ لړم، ۱۴۰۰): تېره اونۍ، امریکا د افغانستان په اړه له ځینو مهمو هېوادونو سره د ګډ تعامل هڅې کولې،   افغان حکومت د ننګونو د حل لپاره له افغانانو سره په همکارۍ ټینګار کاوه او هېواد کې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

  • امریکا هڅې کوي چې د افغانستان په اړه له روسیې، چین او هند سره ګډ تعامل ولري.
  • د امریکا کانګرس ته د متقي لیک: د نړیوالو پر اندېښنو پوهېږو، خو د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي.
  • امریکا: طالبان که مرستې غواړي، ټولګډونه حکومت دې جوړ او د لږکیو او ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي.
  • د امریکا د کانګرس دوه غړي: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو مخنیوی وکړي.
  • د افغانستان سرپرست حکومت: د اوسنیو ننګونو په تړاو پر افغانستان فشار راوستل د حل لار نه ده.
  • بریتانیا، له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار کوي.
  • ناروې د کډوالو شورا: د ناټو غړي هېوادونه باید هېر نه کړي چې په میلیونونو افغانان یې تر شا پرېیښي.
  • پخوانی ولسمشر حامد کرزی: د مسایلو حل دې په کور د ننه ولټول شي.
  • تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ تنه وژل شوي، ۱۹ نور ټپیان دي.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د کابل ښار د دشت برچي په سيمه کې په دوو چاودنو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي، او د کابل ښار په ميرويس ميدان سيمه کې بيا د مقناطیسي ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړل. د یادو چاودنو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی.

چارواکیو ویلي چې کندهار ښار کې د داعش پر کسانو په برید کې، درې داعشیان او دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته د داعش کسان ټپیان دي. راپورونه ښیي چې د پکتیا د مرکز ګردېز اړوند سیمه کې د دوو ښځو مړي موندل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د بادغیس په مقر او جوند ولسواليو کې چادونو څلور ماشومان ټپیان کړي او د غزني په ښار کې هم د یوې مرمۍ په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

دغه راز راپورونه ښیي چې د پکتيکا په يحيی خېلو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يو قومي مشر وژلی او د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سړي تښتونکيو د رواني ناروغیو متخصص ډاکتر نادر عالمي وژلی دی.

د پکتیا او بلخ د یادو پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان وو.

د افغانستان په اړه د سترو ځواکونو تعامل

امریکایي چارواکیو ویلي چې له روسیې چارواکیو سره یې په ګډه افغانستان کې په ګډو ګټو خبرې کړي او له هندي چارواکیو سره یې هم د ليدنې پر مهال ويلي چې دوی به په یو باثباته او سوله ییز افغانستان کې خپلو ګډو ګټو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو دا هم وايي، قطر به په کابل کې په خپل سفارت کې د امریکا د ګټو ځانګړې څانګه پرانیزي.

امریکایي چارواکیو وړمه اونۍ ویلي و چې هېواد یې اړتيا لري په افغانستان کې د ټېکاو د راتلو لپاره له چين سره ګډ کار وکړي.

روسیې د امریکا د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې امريکا اړتيا لري تر څو افغانستان کې د ټېکاو د راتلو لپاره له چين او روسيې سره ګډ کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین، امریکا او روسیې استازو د روانې لړم میاشتې په ۲۰مه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د «ترویکا پلس» ناسته وکړه، او افغانستان کې یې پر ټولګډونه حکومت د جوړېدو تر څنګ، د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او له افغانانو سره یې په مرستو ټینګار وکړ.

د امریکا کانګرېس ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لیک

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې د افغانستان پر شتمنۍ بندیزونه د منطق خلاف عمل او افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د راټوکېدو لامل بللی، غوښتنه یې کړې چې د افغانستان پانګه دې له کنګله وباسي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړل شي.

هغه لیکلي:«موږ د نړیوالې ټولنې او امریکا پر اندېښنو پوهېږو، خو د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي… د دوحې تر تړون وروسته د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ اوږده جګړه پای ته ورسېده، اوس د ډېپلوماتیکو اړیکو فصل دی.»

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ د دغه لیک په غبرګون کې ویلي چې که «طالبان» مرستې غواړي نو د «ترهګرو» ضد دې ګامونه پورته کړي،‌ ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي، د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو ته دې درناوی وکړي او د زدکړو او کار اجازه دې ورکړي.‌

دغه راز د امریکا د کانګرس دوو غړیو، ملګرو ملتونو ته یوه لیک کې لیکلي، چې دې د افغانستان د نوي سرپرست حکومت دې په رسمیت پېژندلو مخنیوی دې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وړمه اونۍ ویلي و چې امريکا له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو بل پړاو ته چمتووالى نیسي او په بروکسل کې یې د ناټو له استازو سره د افغانستان د سرپرست حکومت په رسميت پېژندلو په اړه هم مشورې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ويلي چې د اوسنیو ننګونو په تړاو پر افغانستان فشار راوستل د حل لار نه ده او که چېرې نړۍ غواړي چې اصلاحات رامنځته شي، باید له افغانانو سره همکارۍ کې ترسره کړي.

دغه وزارت ټينګار کړی چې دمګړۍ نوی حکومت له نړۍ سره د رسمي تعامل په حال کې دی او دا حکومت به ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي.

د افغانستان له حکومت سره تعامل

د بریتانیا لوی درستیز تېره اونۍ ویلي، باور لري چې د بېلابېلو لاملونو له مخې له طالبانو سره تعامل د افغانستان د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره یو ښه غوراوی دی.

هغه وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سرپرست حکومت یو ټولګډونه حکومت ولري او د ښځو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او د نجونو حقوق وساتل شي، اړتیا ده چې له هغوی سره تعامل وشي، او بریتانیا باید د افغانستان له حکومت سره تعامل وکړي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي تېره اوونۍ کابل ته راغلی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، امنیتي، پانګونې، سوداګرۍ، کډوالو، اوبو، برېښنا او فرهنګي، علمي او روزنې په برخو کې د ګډو کمېټو پر جوړولو یې هوکړه وکړه.

افغان چارواکیو د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د ليدنې پر مهال د بلخ د هوايي ډګر د ترميم، د برېښنا د قرارداد تجديد، د هوا پېژندنې دستګاه پر چمتو کېدو او نورو مسايلو بحث وکړ.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت، طالبان په افغانستان کې یو لوی ځواک ګڼي او باور لري چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍ هېوادونو ته ګواښ نه دی.

د ناورې د کډوالۍ شورا سرمنشي ويلي، که څه هم طالبان د ښې حکومتولۍ دنده پر غاړه لري، خو د ناټو غړي هېوادونه هم باید دا خبره هېره نه کړي چې په میلیونونو افغانان یې تر شا پرېیښي دي.

کرزی: د مسایلو حل دې په کور د ننه ولټول شي.

پخوانی ولسمشر کرزی وايي، افغانستان اوس هم له تلپاتې سولې او د امنیت له ټینګښته واټن لري. هغه زیاتوي چې د مسايلو د حل کيلي دې په هېواد کې د ننه ولټول شي.

کرزي ویلي: «په افغانستان کې وروستي تحولات چې د جګړې پرېکون او وینې تويېدو باعث شوي، زموږ د هرکلي وړ دي؛ خو افغانستان اوس مهال ډېرې سختې ورځې تېروي؛ دا چې د معلومو او پټو لاملونو له مخې افغانستان د نړۍ قوي هېوادونو ته لومړیتوب لري، خو بیا هم له اقتصادي کړکېچه ځوریږي؛ ځکه جدي ملاتړ ته اړتیا لري.»

Visits: 304

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.