ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د ټلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې اسلامي حجاب رعايت کړي

حکومت: د ټلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې اسلامي حجاب رعايت کړي

author avatar
21 Nov 2021 - 17:43
حکومت: د ټلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې اسلامي حجاب رعايت کړي
author avatar
21 Nov 2021 - 17:43

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۰): د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، رسنۍ دې داسې خپرونې نه کوي چې دیني شعایرو او انساني کرامت ته په کې سپکاوی شوی وي او په ټلويزيونونو کې دې ښځينه خبريالانې اسلامي حجاب رعايت کړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب او جذب او شکایتونو اورېدو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو چارواکو نن په کابل کې د رسنیو له استازو سره ناسته لرله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال ذبیح الله مجاهد په دې ناسته کې د رسنیو د فعالیت ستاینه وکړه او رسنۍ یې د هېواد لپاره مهمې وبللې.

هغه وویل چې رسنۍ دې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي او د ملي ګټو لپاره دې کار وکړي.

ده زیاته کړه چې د افغانستان خلکو څلور لسیزې د دین په دفاع کې قرباني ورکړې، د هېواد ټولې ادارې باید د شریعت په چوکاټ کې کار وکړي او رسنۍ هم باید اسلامي خپرونې ولري او د امام په څېر دین ته د دعوت لپاره کار وکړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب او جذب او د شکایتونو اورېدو وزیر مولوي محمد خالد حنفي هم په دې ناسته کې وویل چې منبر، حکومت او رسنۍ باید د اسلامي ارزښتونو ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.

ده له رسنیو وغوښتل چې د امر بالمعروف او نهې عنی المنکر په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي او د پردیو د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق په نننۍ ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلامیه ولوسته.

په اعلامیه کې راغلي:

  • ټلوېزیوني رسنۍ بايد هغه فلمونه چې د شریعت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف وي، خپاره نه کړي.
  • هغه بهرني او داخلي فلمونه چې د پرديو کلتور او عنعنات په افغاني ټولنه کې خپروي او په ټولنه کې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي، بايد نشر نه شي.
  • مزاحیه او تفريحي پروګرامونه بايد داسې برابر نه کړل شي چې د يو چا تحقیر او سپکاوی په کې وشي.
  • داسې ډرامې هم بايد نشر ته ونه سپارل شي چې ديني شعایرو او يا هم انساني کرامت ته په کې سپکاوی وي.
  • د نارينه وو داسې فلمونه او ويډيوګانې بايد نشر نه شي چې عورتونه يې په کې بربنډ وي.
  • په ټلوېزوني رسنیو کې ښځينه خبريالانې بايد اسلامي حجاب رعايت کړي.
  • داسې ډرامې او تمثيلي پروګرامونه بايد نشر ته ونه سپارل شي چې تمثيلوونکې يې ښځينه وي.
  • هغه سريالونه چې د انبياوو يا صحابه کرامو تمثیل په کې شوی وي او تصويري شکل ولري، مطلقاً يې نشرول بند دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.