کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ ۱۴۰۰): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې یوه افغان د تهران ښار د «امام خمیني» میترو په تمځای کې ځان وژنه کړې ده.
د ایران د ځوانانو خبریالانو د اژانس د راپور له مخې، پرون یکشنبې د ماسپښین شاوخوا درې بجې یو مسافر د امام خمیني په میترو کې د رېل پټلۍ حریم ته دننه شو او دغه کار د هغه د مړینې لامل شو.
سرچينې لیکلي، له دې پېښې وروسته د ايران پوليسو د دغه منځني عمر سړي جسد له یاد ځایه ولېږداوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ايراني پوليسو د جزئياتو له ورکولو پرته ويلي چې وژل شوى کس افغان و او رواني ناروغي یې درلوده.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP