Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد نابینا منډې وهونکي د ماراتون نیمه ځغاستې سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په لندن کې د ماراتون نیمه ځغاستې سیالیو کې یوه افغان نابینا د پنځه سوه منډې وهونکو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ.

د یادونې ده، ولي محمد نوري د لړم په ۳۰مه د ماراتون نیمه ځغاستې سیالیو په وروستي پړاو کې وکولی شول چې له پنځه سوه بینا منډې وهونکو سره لس کیلومتره منډه وکړي او په دغو سیالیو کې یې لومړی مقام خپل کړ.

دی یوازېنی نابینا وزرشکار دی چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی دی.

نوري لس کاله مخکې په هلمند کې د یوې چاودنې له امله خپلې سترګې له لاسه ورکړې خو اوس په هېواد دننه او بهر کې د منډې پر یوه اتل بدل شوی.

هغه د منډې په څو سیالیو کې د افغانستان لپاره ویاړ راوړی دی.

ده مخکې یوې رسنۍ ته ویلي وو: «د اکتوبر په ۱۰مه په سیالیو کې ګډون کوم او هیله من یم چې د تېر په څېر افغانستان ته ویاړ راوړم.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.