ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کلونو وروسته په ګردېز کې له هټيو د ماليې را ټولېدو لړۍ پيل شوې ده

له کلونو وروسته په ګردېز کې له هټيو د ماليې را ټولېدو لړۍ پيل شوې ده

author avatar
22 Nov 2021 - 14:59
له کلونو وروسته په ګردېز کې له هټيو د ماليې را ټولېدو لړۍ پيل شوې ده
author avatar
22 Nov 2021 - 14:59

ګردېز (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته په ګردېز کې له هغو هټيو د عوایدو راټولېدل پيل شوي چې مخکې کلونو کې ترې نه دي راټول شوي.

پژواک خبري اژانس د ١٣٩٩ کال د لړم د مياشتې په ٢٠ نېټه يو راپور خپور کړى و چې له مخې يې د پکتيا د مرکز ګردېز ښار او د دوو ولسواليو د ٦٥٠٠ هټيو او سوداګریز مارکېټونو ١٨٣ ميليونه افغانۍ ماليه د دولت د خزانې پر ځاى شخصي جېبونو ته تللې.

د دغه راپور بشپړ متن دلته ولولئ.

خو د ياد راپور له خپرېدو شاوخوا يو کال وروسته او د نوي نظام په راتګ سره په ګردېز ښار کې له هټیو او مارکېټونو د ماليې د راټولو لړۍ پيل شوې ده.

په دې اړه د ګردېز ښاروال مولوي شريف الله الهام پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ په ښار کې سلګونه مارکېټونه، هټۍ، لاسي کراچۍ او نور د عوايدو راټولولو ځايونه په نښه کړي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې ښاروالۍ ته عوايد نه دي ورکړي.))

نوموړي وويل،که چېرې دغه عوايد راټول شي، تر سل ميليونه پورې افغانۍ کيږي چې په دې سره به د ښاروالۍ ډېرې چارې ترسره شي.

الهام وويل، په ګردېز ښار کې يې د اصنافو او کاروباريانو لپاره نوي ځايونه په نښه کړي چې له دې سره به په ښار کې نظم راشي او له بلې خوا به ښاروالۍ ته عوايد ورکړل شي.

د ده په خبره، هغه عوايد چې ښاروالۍ يې راټولوي د هغې لپاره يې يو منظم پلان جوړ کړی چې په ښار کې اړينې چارې پرې ترسره کړي.

د ګردېز ښاريان د ښاروالۍ له دغه اقدام څخه هر کلی کوي او غوښتنه کوي، چې د عوايدو او په ښار کې د نورو چارو لپاره دې له جديت څخه کار واخلي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي دوست محمد پژواک ته وويل:((په ګردېز ښار کې ډېر د عوايدو راټولو ځايونه موجود و، خو که چېرې زورواکي، فساد او بې غوري نه وای او عوايد په سم ډول راټول شوي وای نو په ښار کې به ډېر کارونه پرې شوي وای.))

نوموړي له حکومتي مسوولينو وغوښتل چې د ښار په ټولو قانوني چارو کې له جديت څخه کار واخلي او څوک پرې نه ږدي چې د چارو د ترسره کولو برخه کې خنډ واقع شي.

دی وايي، ټول خلک د دې طرفداران دي چې قانون پلی شي، جديت وشي او کارونه په سم ډول پر مخ لاړ شي.

د يادولو ده چې په دې وروستيو درېيو مياشتو کې په ګردېز ښار کې پنځه کيلومتره پوخ سړک جوړ شوى او د دې ترڅنګ د ماسټر پلان د پيل کېدو چارې هم پيل شوې دي.

Visits: 155

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.