پل علم (پژواک،۲ لیندۍ ۱۴۰۰ ): د لوګر مرکز اړوند الیاس خان کلي کې ناپېژاندو کسانو یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې له امله يې يوه مور له ماشومې سره وژل شوي دي.
د مرکز اړوند الیاس خان کلي یوه قومي مشر سید احمد ستانکزي د لیندۍ په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو کسانو یوه کور ته لاسي بم اچولی چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي.
هغه وايي: (( نامعلومو کسانو تېره شپه د عبدالرحمن په نوم د یوه کلیوال کور ته لاسي بم غورځولی چې په پایله کې د نوموړي مېرمن او اووه کلنه لور وژل شوي.))
یاد قومي مشر پژواک ته وویل چې دغه کورنۍ له چاسره دښمني نه لري او د پېښې لامل نه دی څرګند.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
پژواک هڅه وکړه چې د سيمه ييزو چارواکو نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه معلومات ورنه کړل.
د نوي حکومت تر واکمنېدو وروسته دا په لوګر کې د بمي بريد درېيمه پېښه ده چې تر دې وړاندې په محمداغې والسوالۍ کې په دوو کورنو وسله والو بریدونو کې څلور ملکي وکړي وژل شوي وو .
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP