منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې د لاسي بم برید له امله مور او ماشومه وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۴ کتنې

پل علم (پژواک،۲ لیندۍ ۱۴۰۰ ): د لوګر مرکز اړوند الیاس خان کلي کې ناپېژاندو کسانو یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې له امله يې يوه مور له ماشومې سره  وژل شوي دي.

د مرکز اړوند الیاس خان کلي یوه قومي مشر سید احمد ستانکزي  د لیندۍ په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو کسانو یوه کور ته لاسي بم اچولی چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي.

هغه وايي: (( نامعلومو کسانو تېره شپه د عبدالرحمن په نوم د یوه کلیوال کور ته لاسي بم غورځولی چې په پایله کې د نوموړي مېرمن او اووه کلنه لور وژل شوي.))

یاد قومي مشر پژواک ته وویل چې دغه کورنۍ له چاسره دښمني نه لري او د پېښې لامل نه دی څرګند.

د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

پژواک هڅه وکړه چې د سيمه ييزو چارواکو نظر واخلي، خو هغوی په دې اړه معلومات ورنه کړل.

د نوي حکومت تر واکمنېدو وروسته دا په لوګر کې د بمي بريد درېيمه پېښه ده چې تر دې وړاندې په محمداغې والسوالۍ کې په دوو کورنو وسله والو بریدونو کې څلور ملکي وکړي وژل شوي وو .

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.