ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: خوست کې د زورواکو په ګډون زرو کسانو دولتي ځمکې غصب کړې دي

څېړنه: خوست کې د زورواکو په ګډون زرو کسانو دولتي ځمکې غصب کړې دي

author avatar
28 Nov 2021 - 15:26
څېړنه: خوست کې د زورواکو په ګډون زرو کسانو دولتي ځمکې غصب کړې دي
author avatar
28 Nov 2021 - 15:26

خوست ښار (پژواک، ٧ ليندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په خوست کې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې زرو کسانو چې ځايي زورواکي هم په کې شامل دي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.

د دغو موندنو پر اساس، سره له دې چې اړونده پخوانيو حکومتي ادارو او مسوولينو د يادو غصب کوونکو مکمل شهرت او د هغوی اړوند نور معلومات په لاس کې درلودل، خو بيا يې هم پر وړاندې کوم لازم اقدامات نه دي کړي.

پخواني حکومت د زرو کسانو له ډلې څخه يواځې د ٦٠ دوسيې څېړلي

هغه اسناد او شواهد چې پژواک ترلاسه کړي د يادو زرو کسانو له ډلې يې يواځې د ٦٠ غصب کوونکو دوسيې د تېر حکومت عدلي او قضايي ادارو له خوا څېړل شوي، خو د پاتې نورو دوسيې د ناڅرګندو لاملونو له امله پاتې دي.

د دغو کسانو لېست د تېر ۱۳۹۹ لمريز کال د ليندۍ په شپږمه د لويې څارنوالۍ د ۱۲۷ ګڼه مکتوب کې چې په ۲۳۷ مخونو کې ليکل شوی، د خوست استیناف څارنوالۍ ته لېږل شوی او هغوی بيا د قانوني اجرااتو په خاطر خوست امنيه قوماندانۍ ته استولی.

په دغه مکتوب د خوست امنيه قوماندانۍ له مسوولينو غوښتل شوي چې ياد کسان ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

دغو زرو کسانو خوست کې ٤٠ زره جريبه دولتي ځمکه غصب کړې

که څه هم په خوست کې د ښارجوړونې او د ځمکو خپلواکه اداره يا اراضي د ټولو غصب شویو ځمکو په اړه دقیق ارقام په لاس کې نه لري، خو د ځينو راپورونو له مخې په دغه ولایت کې ترڅلوېښت زره «۴۰۰۰۰» جریبو زیاته دولتي ځمکه غصب شوې ده.

دغه غصب شوې ځمکې د کرنې او مالدارۍ رياست، ښار او کور جوړونې رياست او نورو دولتي ادارو پورې اړوند دي چې په بېلابېلو وختونو کې غصب شوې دي.

پخواني حکومتي مسوولين د دولتي ځمکې د غصب مسله تاييدوي

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست پخوانی رييس انجنیر خفيظ الله شاه نوري وایي چې د دغه ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د دغه رياست اړوند شاوخوا زر جريبه کرنيزه ځمکه د ځايي خلکو له لوري غصب شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د خپلې دندې پرمهال يې په بېلابېلو وختونو کې د ياد ولايت له امنيتي ادارو په ځانکړي ډول له امنيه قوماندانۍ د قانوني اجرااتو رسمي غوښتنه کړې، خو په وينا يې چې مثبت ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

د نمونې په ډول د ۱۳۹۹ لمريز کال د مرغومي په ۱۰مه د کرنې او مالدارۍ رياست په ۴۳۳ ګڼه مکتوب کې د هغو غاصبينو لېست امنيه قوماندانۍ ته لېږلی چې په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې يې د ياد رياست ځمکې غصب کړې دي، خو د انجنير حفيظ الله شاه نوري په وينا چې له مقابل اړخ يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د دې ترڅنګ د خوست د ولايتي شورا پخوانی رييس کفيل ريحان هم پژواک اژانس ته وويل چې د تېر حکومتي چارواکو له غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصون په برخه کې د پام وړ اقدام نه دی ترسره کړی.

هغه خپلو خبرو کې وويل چې د وکالت په خپله نږدې څلور کلنه دوره کې حکومتي مسوولينو يواځې يو ځل د مرکز اړوند د قلموال مېنې په ساحه يو څو کورونه چې د ځايي خلکو له خوا په دولتي ځمکه جوړ شوي وو، له منځه يوړل، خو له هغې وروسته يې په ياده برخه کې کوم څه نه دي ترسره سترګو شوي.

نوموړی له اوسني حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي او ورسره د دولتي ځمکو هغه اوږدمهاله قراردادونه هم لغوه کړي چې د تېر حکومت له خوا شوي، ځکه په وينا يې دا هم د غصب يو ډول دی.

ده زياته کړه: ((تراوسه پورې په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی. خوست کې ډېرې سيمې دي حتی ښارګوټي تر غصب لاندې دي، دې برخه کې جدي اقدامات په کار دي او د قوانينو مطابق بايد اړوندې ادارې ځمکې له غصب څخه خلاصې کړي.))

خلک: د پخواني حکومت مسوولينو د دولتي ځمکو د غصب په مخنيوي کې ناغېړي کړې

مدني فعال او د خوست ښار د دوکاندارنو ټولنيزې شورا مشر حاجي جمال ټني بیا د تېر حکومت د يو شمېر دولتي ادارو مسوولين په ناغېړۍ تورن کړل چې ګنې د ځمکو د غصب په اړه یې اجراات نه دي ترسره کړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځمکو د غاصبينو په وړاندې د تېرې ولایتي ادارې مبارزه د سیاسي مصلحتونو قرباني شوې وه.

هغه وايي: ((د ښارجوړونې ریاست مسوولینو تراوسه په دغه برخه کې څنګه چې لازم دي اجراات نه دي تر سره کړي.تر ډېره غصب شوې ځمکې د ځايي زورواکو له خوا په یو او بل نوم نیول شوي چې د ټولګټو پروژو په وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کړي.))

د خوست والي: ټولې غصب شوې دولتي ځمکې بېرته راګرځو

بل خوا د خوست اوسني والي مولوي محمدنبي عمري له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې ټولې هغه دولتي ځمکې چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې غصب شوې دي ژر تر ژره يې له غصب څخه خلاصوي.

هغه خبرداری ورکړ، د ځمکو غصب کوونکي که په هره کچه کې وي او په خپله خوښه دولتي ځمکې پرې نه ږدي او حکومت ته يې تسليم نه کړي، نو دوی بيا اړ دي چې له نظامي لارې کار واخلي.

ده زياته کړه:((خلک دې حکومتي ځمکې پرېږدي. دوباره مو دې، دې ته نه مجبوروي چې هغې ته ټانکونه ور وباسو. دا ځمکې دې په خپله حکومت ته تسليم کړي، حتی که په هغې باندې يې ابادي هم کړې وي، په ډېر احترام سره هغه دې حکومت ته وسپاري او حکومت هم نه غواړي چې د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او ويې نيسي.))

ورته مهال د خوست امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت هم له پژواک سره خبرو کې ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو دولتي ځمکو د خلاصون لپاره به اړونده حکومتي ادارو سره په ګډه جدي اقدامات کوي، چې د خلکو له خوا غصب شوې دي.

هغه وويل، نور به چا ته اجازه ورنه کړي چې په دغه ولايت کې دولتي ځمکې غصب کړي او د ځان ملکيت يې وګرځوي.

د پخواني حکومت د اراضۍ رياست د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د خلکو، زورواکو او دولتي مسوولينو له لوري سلګونه زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 278

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.