هرات (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د مخکني حکومت په یو شمېر ادارو کې د فساد موجودیت له امله د هرات زاړه ښار ۳۰ سلنه کورونه ویجاړ او پر ځای یې نوې او ناقانونه ودانۍ جوړې شوې، دغه چاره د یونسکو فرهنګي میراثونو سازمان کې د یاد ښار د نه ثبت کېدو لامل شوې ده.
هرات د افغانستان لوېدیځ کې پروت لرغونی ولایت دی. دغه ښار تر ۷۰۰ ډېر تاریخي ابدات لري چې زوړ ښار هم په کې شامل دی.
د کندهار دروازې سیمې تر ملک دروازې او د هرات ښار جوماتونه د هرات د پخواني ښار سیمې دي. دغه راز یاد ښار ته نږدې د دغه ډول جوماتونو څو مشهورې بناوې لکه د هرات د بزرګ جامع جومات، چهار سوق بند، اختیارالدین کلا او د یهودیانو عبادت ځایونه پراته دي.
د یادونې ده چې د هرات زاړه ښار ځينې ودانۍ اووه او یو شمېر نورې برخې یې ۱۰ متره لوړوالی لري، او ظاهري بڼه یې له ۸۰ تر ۱۰۰ کاله مخکې ته ورته وه او د ښار لرغونتیا یې ډېره کړې وه، خو اوس د زړو کورونو په ویجاړېدو سره دغه ښار خپله مخکنۍ بڼه له لاسه ورکړې ده.
خو په تېرو دوو لسیزو کې یو شمېر تاریخي بنسټونو ته نږدې خپل سرې او غیر معیاري ودانۍ جوړې شوې دي.
که د هرات له زاړه ښاره تېر شو لیدل کېږي چې تاریخي بنسټونو ته نږدې دوه تر څلور پوړه ودانۍ جوړې شوې دي او له همدې امله یاد ښار مخکنی بڼه نه لري.
له همدې امله د هرات زوړ ښار په یونسکو فرهنګي میراثونو سازمان کې ثبت نه شو.
د هېوادونو تاریخي اثار کوم سازمان کې څه ډول ثبت کېږي؟
دولتونه د خپل فرهنګي هویت ساتنې په موخه تاریخي سیمې، رواجونه او باورونه تر بیارغونې وروسته په معتبرو سازمانونو لکه یونسکو او ایسیسکو کې ثبت کوي.
یونسکو یا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یو تخصصي سازمان دی، په ملګرو ملتونو پورې تړاو لري، د نړیوالو همکاریو له لارې له نړیوالې سولې او امنیت سره د مرستې په موخه ښوونیزو، علمي او فرهنګي برخو کې عدالت، قانون او بشر حقونو ته د درناوي لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د منشور په اساس جوړ شوی دی.
د هرات تاریخي ابداتو ساتنې امریت: د هرات زوړ ښار د یو شمېر کورونو د تخریب له امله د یونسکو سازمان په فرهنګي میراثونو کې ثبت نه شو
یادو بدلونونو د هرات فرهنګي مسوولین اندېښمن کړي او ګواښ کوي چې د دغو بدلونونو د نه مخنیوي په صورت کې ښايي له دې وروسته هم یاد ښار د فرهنګي میراثونو نوملړ کې ځای ونه لري.
د مسوولینو په خبره، په تېرو ۲۰ کلونو کې د هرات ښاروالۍ د کمزورۍ او په دې اداره کې د فساد له امله د هرات زاړه ښار ډېری برخې ویجاړې او په دغه ښار کې شاوخوا ۳۰ سلنه نوې ودانۍ جوړې شوې چې ډېری یې خپل سرې او معیاري نه دي.
د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې امر زلمي صفا پژواک ته وویل چې د نظارت نه شتون او د دغه ولایت د ښاروالۍ د مخکنیو کارکوونکو د جدي چلند نه موجودیت له امله هرات زاړه ښار کې خپل سرې ودانۍ جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه: ((هرات ښاروالۍ د مخکني حکومت پر مهال په غیرمعیاري ډول د ودانیو د لوړولو د مخنیوي لپاره کار نه دی کړی، د اطلاعات او کلتور ریاست، ښاروالۍ، ولایت مقام، د تاریخي ابداتو د ساتنې امریت او یونسکو دفتر ترمنځ د ۱۳۸۴ کال د هوکړه لیک له مخې په زاړه ښار کې باید خپل سرې ودانۍ جوړې نه شي.))
نوموړي وویل، د هرات زاړه ښار کې یې د ساختماني سرغړونو په تړاو څو ځله د ښاروالۍ مسوولینو ته خبر ورکړی، خو یادو مسوولینو په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.
هغه وايي، له بده مرغه په بېلا بېلو دورو کې هرات ښاروالۍ ریاست کې سلیقه يي ګومارنو ته په پام د زړو کورونو د تخریب د مخنیوي برخه کې کار نه دی شوی.
د ده په خبره، د مخکني حکومت پر مهال یې زاړه ښار کې د ودانیو جوړېدو برخه کې د سرغړونو ۷۰ موارد استیناف څارنوالۍ ته وړاندې کړي و، خو له دې ډلې یوازې دوه موارد د تعقیب لپاره محکمې ته لېږل شوي، چې د سیاسي بدلونونو له امله یاده موضوع تعقیب نه شوه.
هغه روښانه کړه، افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د یادو قضیو قانوني تعقیب ته هیڅ هیله مندي وجود نه لري.
صفا د دې په روښانولو چې تر اوسه یونسکو نوملړ کې د یادې سیمې د ثبت هیله مندي شته ګواښ وکړ چې د خپل سرو ودانیو جوړېدو د دوام په صورت کې ښايي هرات زوړ ښار یونسکو سازمان نوملړ کې له ثبت څخه پاتې شي.
د هرات ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو ساتنې امر وايي، ښايي د خپل سرو ودانیو جوړېدو له امله دغه ښار په بشپړ ډول یونسکو کې ثبت نه شي، خو د خپل سرو ودانیو د جوړېدو مخنیوي په صورت کې ښايي د دغه ښار یو شمېر برخې په یاد سازمان کې ثبت شي.
نوموړي زیاته کړه: ((هیله من یم چې هرات زاړه ښار کې د ودانیو جوړېدو برخه کې سرغړونې کمې شي او «اسلامي امارت» په دې برخه کې له سرغړوونکو سره جدي چلند وکړي.))
د ده په خبره، هرات زاړه ښار کې ودانۍ باید ۸۰ تر ۱۰۰ کاله مخکې سنتي بڼه او د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د ساتنې امریت د نقشې مطابق جوړې شي.
د هرات فرهنګي میراثونو ټولنه: زاړه کورونه په دولتي ادارو کې د فساد له امله تخریب شوي
د هرات فرهنګي مراثونو د پلویانو ټولنې مسوولینو هم د دغه ولایت په زاړه ښار کې د خپل سرو ودانیو جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اوسني ولایت مقام څخه غواړي چې د یادو کارونو مخه ونیسي.
د دغې ټولنې رییس عبدالقیوم وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل، هرات زاړه ښار کې ډېری ودانۍ او تخریبات په مخکني حکومت کې د فساد موجودیت له امله ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((ډېر د اندېښنې ځای دی چې د هرات زاړه ښار کې د خپلو سرو ودانیو جوړېدو مخه نه ده نیول شوې، د تاریخي بناوو ترڅنګ مو لوړې ودانۍ جوړې شوې، د دغه کار باید مخه نیول شوې وای.))
نوموړي د خپل سرو ودانیو جوړېدو لامل د مخکني نظام په ادارو کې د فساد موجودیت وباله او ویې ویل، که د فساد مخه نه وای نیول شوې اوس به د دغه ښار فرهنګي اصل د له منځه تلو په حال کې نه وای.
د هرات یوشمېر اوسېدونکي: ځینو د رشوت په ورکولو سره زاړه کورونه نړولي او نوي یې جوړ کړي دي
د هرات د زاړه ښار اوسېدونکي محمد علي چې خپل پلرنی کور یې پنځه مياشتې مخکې ویجاړ کړی، پژواک ته وویل چې پلرنی زوړ کور يې ډېر کوچنى و او په کور کې د نفوس ډېروالي له امله اړ شو چې هغه ويجاړ او پر ځای یې یوه درې پوړيزه ودانۍ جوړه کړي.
هغه زیاته کړه: “زموږ کور د عراق بازار په سوېل کې پروت دى، له دې امله مو زړو کور ویجاړ او پر ځای مو یې نوی کور جوړ کړ چې زموږ په کور کې ورځ په ورځ نفوس ډېریږي او په دې زاړه کور کې ژوند کول ستونزمن دي.»
د خلکو په خبره، له رشوت ورکولو پرته هیڅوک حق نه لري چې کور وران او نوې ودانۍ جوړه کړي؛ خو دغه مرکه کوونکي څرګنده نه کړه چې د زاړه کور د ړنګولو او د نوي او غير معياري ودانۍ جوړولو په بدل کې یې د ښاروالۍ مخکنیو کارکوونکو ته څومره پيسې ورکړې دي.
په ورته مهال د هرات د زاړه ښار اوسېدونکى ګل محمد چې زوړ کور يې ړنګ او نوې ودانۍ یې جوړه کړې، وویل چې په پخواني حکومت کې د ښاروالۍ کارکوونکو ته له رشوت ورکولو پرته د زاړه کور د ړنګولو او نوې ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکول کېده.
هغه وويل: “زموږ کور د هرات په زاړه ښار کې و، او له دې امله چې وروڼو مې ودونه کړي وو، بايد يو نوی کور مو جوړ کړی وای او له همدې امله مو د روان کال په پيل کې خپل زوړ کور ړنګ کړ او اوس مو ځانته دوه نيم پوړیزه ودانۍ جوړه کړې ده.»
نوموړي د دې په څرګندولو چې د هرات ښاروالۍ مخکنیو کارکوونکو ته يې ٢٥زره افغانۍ رشوت ورکړی، وایي چې که د ښاروالۍ کسانو ته يې پيسې نه وای ورکړې، نو نه یې شوای کولای چې پخوانی کور ړنګ او نوی جوړ کړي.
د هرات د زاړه ښار یو شمېر اوسېدونکي د زړو کورونو پر نړولو او د نوو ودانیو پر جوړېدو نیوکه کوي.
د هرات د زاړه ښار بل اوسېدونکى غلام حضرت هم د دغه ولايت د زاړه ښار تخریب ته په اشاره وايي، چې د زړو کورونو تخریبول، د ښار د پخوانۍ څېرې بدلول او د یونسکو په کلتوري میراثونو کې د دغه ښار نه ثبتېدل د اندېښنې وړ دي.
هغه د افغانستان د کلتوري ميراثونو ساتنه د دغه هېواد د هر وګړي دنده وبلله او ویې ويل چې بايد د هغه په ساتنه او پالنه کې جدي وي.
نوموړی په مخکني حکومت کې د هرات ښاروالۍ مسوولين د زاړه ښار د ويجاړولو د مخنيوي برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.
هغه څرګنده کړه: «زموږ ټولو نیکونو د هرات په زاړه ښار کې ژوند کړی؛ خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې ښار کې نوې ودانۍ جوړېږي، تاسو خپله وګورئ، د هرات په زاړه ښار کې دالانونه او کورونه وران شوي او د ورانېدو د مخنيوي پر وړاندې یې کوم خنډ هم نشته.»
د هرات يوه بل اوسېدونکي محمد صابر هم په دغه ښار کې د زړو کورونو د نړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د زړو کورونو د نړولو مخه ونيسي.
د هرات اوسېدونکو په دغه ولایت کې د زړو ودانیو د نړولو په اړه د اندېښنې په څرګندولو په مرکز او دغه ولایت کې له چارواکو وغوښتل چې د غیرمعیاري ودانیو د نړولو او جوړولو مخه ونیسي، څو دغه ښار د یونسکو د فرهنګي میراثونو له سازمان سره ثبت شي.
له پرله پسې هڅو سره سره د هرات ښاروالۍ پخواني چارواکي مرکې ته حاضر نه شول.
په همدې حال کې د هرات نوي ښاروال ملا شرف الدین مخلص له پژواک سره په خبرو کې وویل چې په اوسني نظام کې هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې د هرات د تاریخي ابداتو شاوخوا ته لوړپوړې ودانۍ جوړې کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ خپل ټول توان د خپل سرو ودانیو د جوړېدو د مخنیوي لپاره کوو. او اجازه نه ورکوو چې لرغوني یادګارونه ویجاړ شي.»
د يادونې ده چې د هرات په زاړه ښار کې د سرغړونو د ډېرېدو له امله په ۱۳۹۸کال کې د هرات د زاړه ښار د ساتنې کمېسيون جوړ شو.
د ښار جوړونې، اطلاعاتو او کلتور رییسان، د ولايت ښاروال، د متخصیصنو شورا او د فرهنګي ميراثونو ټولنې ملاتړ کوونکي، د هرات د والي په مشرۍ د یاد کمېسيون غړي وو.
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.
Views: 249
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP