کابل (پژواک،۱۱ لېندۍ ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې چاودنه شوې خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جنرال مبین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۱۰ بجې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان سیمې د سړک په ګلدان کې شوې ده.
نوموړي وویل په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن