ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپیسا کې د پاسپورټونو وېش لپاره د اسنادو ټولولو بهیر د لنډ مهال لپاره بند شو

په کاپیسا کې د پاسپورټونو وېش لپاره د اسنادو ټولولو بهیر د لنډ مهال لپاره بند شو

author avatar
5 Dec 2021 - 14:12
په کاپیسا کې د پاسپورټونو وېش لپاره د اسنادو ټولولو بهیر د لنډ مهال لپاره بند شو
آرشیف
author avatar
5 Dec 2021 - 14:12

محمودراقي (پژواک، ۱۴ لیندۍ۱۴۰۰): د کاپیسا ولایت سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لپاره د اسنادو ټولو بهیر د لنډ مهال لپاره بند شوی دی.

د کاپیسا ولایت د اطلاعات او کلتور رییس کریم الله وثیق نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه بهیر د پاسپورټ اخیستونکو پنځه زره غوښتنلیکونو ته د رسېدو په موخه د لنډ مهال لپاره بند شوی دی.

د وثیق په خبره، یادو غوښتنلیکونو ته تر رسېدو وروسته به یاد بهیر بېرته پیل شي.

هغه زیاته کړه چې د کاپیسا ولایت پاسپورټ مدیریت کې د امکاناتو او کارکوونکو د کموالي له امله نه شي کولای پر یو وخت تر دې ډېرو غوښتنلیکونو ته رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې د کاپیسا امنیه قوماندانۍ یوه خبرپاڼه کې د پاسپورټ له تقاضا کوونکو غوښتي چې تر راتلونکي خبر دې د دغه ولایت پاسپورټ مدیریت ته نه ورځي.

دا په داسې حال کې ده چې په کاپیسا کې د پاسپورټ د وېش بهیر د تېرې اوونۍ له یکشنبې ورځې راهیسې پیل او د همدې اوونۍ تر پنجشنبې یې دوام درلود.

د یادونې ده چې افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د پاسپورټونو د وېش بهیر بند شوی و، خو د روان کال د تلې په ۱۳مه دغه بهیر کابل کې بېرته پیل شو، خو له څه وخت وروسته د تخنیکي ستونزو له امله بند شو.

په کابل کې د پاسپورټ ریاست دروازې مخې ته د مراجعینو د شمېر په ډېرېدو سره په ځینو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.