ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیې کابل کې له زرو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

7 Dec 2021 - 16:29
7 Dec 2021 - 16:29

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۰): ترکیې په پلازمېنه کابل کې له زرو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د مرستو د وېش پر مهال د دغه هېواد سفیر جیهاد ارګینايي وویل، هېواد یې تېر شل کاله له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او دغه لړۍ به روانه وي.

هغه زیاته کړه، ترکیه به له افغان ماشومانو او بې وزلو کورنیو سره مرستې ډېرې کړي او په نړیوالو یې هم غږ وکړ چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د ترکیې سفیر وايي، نن یې له زرو بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه چې د دغه هېواد د افتونو او بېړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ریاست/AFAD له خوا چمتو شوې وه.

د دغو مرستو د وېش پر مهال د کډوالو چارو وزارت مرستیال ارسلا خان خروټي وویل چې ترکیې هر وخت له افغانانو سره مرستې کړې او په راتلونکې کې دې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي څو په هېواد کې اقتصادي ستونزې حل شي.

هغه وویل، نړیوالو چې کومې بشري مرستې د افغانانو لپاره اعلان کړې وې، تر اوسه ورته په هغه اندازه نه دي رسېدلې.

ده ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې خپلې بشري مرستې ډېرې کړي.

د کابل د کډوالو چارو رییس عبدالمتین رحیمزي پژواک ته وویل چې له زرو کورنیو سره د ترکیې د AFAD ادارې په نننۍ مرسته کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او چای شامل دي.

هغه خبر ورکړ چې د اوونۍ تر پایه به د همدې ادارې په همکارۍ په پنجشېر او بامیان کې له ۲ زره نورو کورنیو سره هم ورته مرسته وشي.

نقیب الله چې د کابل اوسېدونکی دی او نن یې مرسته تر لاسه کړه پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې مرسته ورسره وشوه.

هغه وویل: ((بې کاره یم، مخکې مې استادي کوله، اوس مې استادي هم نشته، په کور کې نهه کسان یوو، د کار نور څوک نه لرم او کومه مرسته چې نن راسره وشوه یوه اوونۍ به مې پرې چاره وشي.))

د ده په خبره، په هېواد کې بې کاري ډېره ده، ټول افغانان مرستو ته ضرورت لري او باید مرستې ورسره وشي.

دی وايي، دغه مرستې بسنه نه کوي په کار ده چې نړیوال له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ترکیې د افتونو او بېړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ادارې د کابل د موسهي سیمې له زرو بې وزلو کورنیو سره هم د خوراکي توکو مرسته کړې وه.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version