ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ معلولين له حکومت او نړيوالو ادارو د مرستې غوښتنه کوي

د بلخ معلولين له حکومت او نړيوالو ادارو د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
8 Dec 2021 - 17:03
د بلخ معلولين له حکومت او نړيوالو ادارو د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
8 Dec 2021 - 17:03

مزارشريف(پژواک، ۱۷ليندۍ ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر معلولين او د معيوبينو د حقونو فعالان له حکومت او نړيوالو ادارو څخه غوښتنه کوي چې په اوسنيو سختو شرايطو کې دې د دوی لاسنيوی وکړي.

د دولتي ادارو تر منځ معلولينو سره د مرستې برخه کې د همغږۍ جوړولو او له يادو مرستو څخه د سالمې استفادې په موخه د ليندۍ په ۱۷مه، مزارشريف ښار کې لسګونه معلولينو او د معيوبينو د حقونو فعالانو لپاره روزنيزه غونډه جوړه شوې وه.

مزارشريف کې د نه اورېدونکو معلولينو بنسټ مسوول انيل اکبري وايي چې دمګړۍ معلولين او معيوبين له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل چې حکومت او مرستندویه بنسټونه بايد د معيوبينو لاسنيوی وکړي.

د ده په خبره،د شهداو وارثين، معلولين او معيوبين دولتي معاشونو ته لاسرسی نه لري چې له همدې امله يې ژوند له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

انيل اکبري وويل: ((زموږ ډېری معلولين له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، تعليمي برنامو ته لاسرسی نه لري او همدا راز د شغل په پيدا کېدو کې ورسره څوک مرسته نه کوي.))

د هغه په وينا، حکومت بايد دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د ستونزو د حل لپاره دې اقدامات وکړي.

مزارشريف کې يوه بل معلول تاج محمد پژواک ته وويل چې د نورو برنامو تر څنګ دې د معلولينو له کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته هم وشي.

د نوموړي په وينا، په پخواني حکومت کې د جنګي او طبيعي معلولينو تر منځ دوه ګونی چلند کېده او غوښتنه کوي چې نوی حکومت دې دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

د تاج محمد په وينا،په افغانستان کې د تحول له رامنځته کېدو وروسته له معلولينو سره د مرسته کوونکو ډېری خيريه بنسټونو چارې ځنډېدلې دي چې دې کار د معلولينو پر وضعيت ناوړه اغېز کړی دی.

د هغه په خبره، که په اوسنيو شرايطو کې له معلولينو سره مرسته ونه شي؛ نو وضعيت به نور هم کړکېچن شي.

په ورته مهال شمال زون کې د سويډن کمېټې مسوول نجيب الله يزدان پناه هم ټينګار کوي چې له معلولينو سره بايد بېړنۍ مرستې وشي.

هغه وايي چې د افغانستان د پيسو او دارايي له کنګل کېدو سره اقتصادي ستونزې او فقر زيات شوی، چې له امله يې معلولين هم له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.

هغه همدا راز وويل چې نوی حکومت بايد ټولو معلولينو ته برابر حقونه ورکړي او د تېر په څېر دې دغه قشر په جنګي او غير جنګي معلولينو نه وېشي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د وروستيو کلونو جګړو له امله د معلولينو فيصدي لوړه شوې؛ خو په تړاو يې کره جزئيات شريک نه کړل.

هغه زياتوي چې سويډن کمېټه به د معلولينو د پياوړي کېدو برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د بلخ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست مسوولين وايي چې د معلولينو د لاسنيوي لپاره يو شمېر برنامې په مخکې لري.

د ياد رياست د کار امر مولوي عبدالغفور حقاني پژواک ته وويل چې له معلولينو سره مرسته کول د حکومت مکلفيت دی.

د هغه په وينا، حکومت هڅه کوي چې د معلولينو اقتصادي او ټولنيزې ستونزې حل کړي او تر څنګ يې هغوی ته د تعليم زمينه هم برابره کړي.

نوموړي زياته کړه چې معلولينو ته د شغل پيدا کول هم د حکومت مسووليت دی او دوی ژمن دي چې په دې برخه کې خپل مسووليتونه په ښه ډول ادا کړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.