کابل (پژواک, ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې دوه چاودنې شوې چې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه چاودنې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دشت برچي سیمه کې د مدرسې په نوم د موټرو په تمځای کې شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستی ویلي جې لومړۍ چاودنه پر يو ټونس موټر شوې چې دوه عام وګړي په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه زیاته کړې چې په همدې سيمه کې يوه بله چاودنه هم شوې چې له امله يې يوه ښځه ټپي شوې ده.
د یادونې ده، کابل کې له تېرو څو ورځو راهیسې د چاودنو دا درېیمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن