کابل (پژواک، ۲۰لېندۍ ۱۴۰۰): په کابل ښار کې له نانوایي ګانو د پژواک څېړنې ښيي چې یوه لس روپګي ډوډۍ په بېلابېلو وزنونو (له ۱۲۵ تر ۱۷۱ ګرامونو) پلورل کېږي او خلک په دې برخه کې د کنټرول له نه شتونه شکایت کوي.
خلک او د چارو پوهان په نانوايي ګانو کې د وزنونو دغه تفاوتونه بې عدالتي بولي خو د کابل ښار د مارکېټونو د تنظیم رییس وایي چې نانوایان «معقول عذر» لري او دغه وضعیت موقتي دی.
د نانوایانو اتحادیه چې د افغانستان د پیشه ورانو اتحادیې مرکزي شورا برخه ده، د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د یوې ډوډۍ وزن ۱۸۰ ګرامه ټاکلی و او د یادې اتحادیې اطلاعیه په دې اړه اوس هم د ځينو نانوایي ګانو پر دېوالونو راځوړندې دي.
خو نانوایان وایي چې دغه اطلاعیه اوس ځکه عملي نه ده چې په بازار کې د اوړو بیه لوړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې یوه ۵۰ کیلويي بوجۍ اوړه ۱۶۵۰ افغانۍ وو، خو اوس ۲۳۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي.
دغه راز اوس مهال د کابل ښار په نانوايي ګانو کې د لسو افغانیو ډوډۍ په بېلابېلو وزنونو (له ۱۲۵ تر ۱۷۱ ګرامه) پلورل کېږي او هغه نانوایان چې د ډوډۍ وزن یې شاوخوا ۱۶۰ تر ۱۷۰ ګرامه دی، په دغو وزنونو د ډوډیو له پلوره ګټه ترلاسه کوي.
د پژواک څېړنه
د پژواک خبري اژانس خبریالانو د لېندۍ له لومړۍ څخه تر ۱۵ پورې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۰ نانوایي ګانو ډوډۍ وزن کړې دي.
دغه څېړنه ښیي چې د تایمني څلورم سړک په یوه نانوایي کې یوې لس روپګۍ ډوډۍ ۱۷۱ ګرامه، د تایمني په نهم سړک کې ۱۶۰ ګرامه، د کلوله پشتې د برج برق ایستګاه کې ۱۵۸ ګرامه، د تایمني په اتم سړک کې ۱۵۷ ګرامه، د تایمني په پنځم سړک کې ۱۵۲ ګرامه او د قلعه فتح الله په اتم سړک کې ۱۵۱ ګرامه وزنونه درلودل.
دغه راز د پایکوب نصوار څلورلارې ساحې یوه نانوايي کې د لسو افغانيو یوې ډوډۍ ۱۵۰ ګرامه، سلیم کاروان بلاکونو ساحه کې ۱۴۷ ګرامه، په مدینه بازار کې ۱۴۷ ګرامه، د قلعه فتح الله په څلورم سړک کې ۱۴۶ ګرامه، د سلیم کاروان او شهید څلورلارې ترمنځ په یوه نانوایي کې ۱۴۱ ګرامه، د قلعه فتح الله په نهم سړک کې ۱۴۱ ګرامه، د ترافیکو او سابقه تایمني ترمنځ په یوه نانوایي کې ۱۴۰ ګرامه، د سابقه تایمني په لومړي سړک کې ۱۴۰ ګرامه، د شهرنو په یوه نانوایي کې ۱۳۸ ګرامه، شهید څلورلاره کې ۱۳۷ ګرامه، د قلعه فتح الله پنځم سړک کې ۱۳۷ ګرامه، په کلوله پشته کې ۱۳۵ ګرامه او په د ترافیک څلورلاره کې ۱۲۵ ګرامه وزنونه لري.
د شلو یادو نانوايي ګانو له ډلې د ترافیک څلورلارې یوې نانوايي او د کلوله پشتې ساحې د یوې نانوايي ډوډیو کم وزنونه درلودل.
د ترافیک څلورلارې نانوایۍ د لسو افغانیو ډوډۍ وزن چې ۱۲۵ ګرامه او همدارنګه د کلوله پشتې د یادې نانوايۍ د یوې ډوډۍ وزن ۱۳۵ ګرامه او د قلعه فتح الله په پنځم سړک کې د یوې نانوایي د ډوډۍ وزن ۱۳۶ ګرامه و.
په ترافیک څلورلاره کې د نانوايۍ یوه کارکوونکي سید عالم چې خلکو ته یې ډودۍ ورکوله، وویل چې د ډوډيو د کم وزن یوازېنی دلیل د اوړو او ګاز د بیو لوړوالی دی.
هغه د دې خبرې په ځواب کې چې نور نانوایان تر دې په ډېر وزن ډوډۍ پلوري، تاسې ولې دومره وزن کم کړی؟ وویل: «د هغوی کار دایمي نه دی، هر کله چې تاوان وکړي خپله نانوایي پرېږدي.»
هغه د نرخنامې په اړه وویل چې «اصلاً اوس هيڅ نرخ تثبیت نه دی او د نرخونو په لوړېدو سره اصلاً نرخنامه تطبیق کېدای نه شي.»
د کابل ښار د کلوله پشتې په سیمه کې د یوې نانوایۍ مالک دین محمد ردوي او وایي چې د ډوډۍ وزن یې ۱۳۵ ګرامه نه، بلکې ۱۷۵ ګرامه دی.
نوموړی وایي، ځکه یې د لایحې له ټاکل شوي وزنه، ډوډۍ ۵ ګرامه کمه کړې چې د اوړو او ګاز بیو لوړېدو ترڅنګ یې پلور هم کم شوی دی.
د قلعه فتح الله په پنځم سړک کې د یوې نانوایي مالک فرهاد هم د ډوډیو کم وزن د اوړو او ګاز د نرخونو لوړېدل بولي او زیاتوي. که یې د ډوډۍ وزن نه وای کم کړی، نه یې شو کولی چې لګښتونه پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سابقه تایمني په څلورم سړک کې په یوه نانوایي کې د لسو افغانیو ډوډۍ وزن ۱۷۱ ګرامه دی او د تایمني په نهم سړک کې ۱۶۰ ګرامو ته رسېږي او دواړو ویل چې په دغه وزن پلور کې دوی ته ګټه پاتې کېږي.
نورالحق چې د سابقه تایمني په څلورم سړک کې نانوایي لري او په لیدل شوو ۲۰ نانوايي ګانو کې یې ډوډۍ ډېر وزن درلود، وایي: «د لس ګرام په کمولو سره مو ګټه کمه شوې، خو ښه دی، ګوزاره کوو.»
په ورته مهال، د کابل ښار زړو تایمنو په نهم سړک کې د یوې نانوایۍ څښتن عبدالحکیم چې د ډوډۍ وزن یې ۱۶۰ګرامه و، وویل چې د ۲۰ګرامه وزن په کموالي سره لږ ګټه کوي او په همدې ګټه یې قناعت کړی دی؛ ځکه نه غواړي خپل پېرودونکي له لاسه ورکړي.
د پیشهورانو خونې رییس نورالحق عمري تاییدوي چې ډېری نانوایيګانو د ډوډۍ وزن له ۱۳۰ تر ۱۴۰ ګرامو راکم کړی او ویې ویل چې له ۱۳۹۸ کال وروسته بیا د ډوډۍ د وزن لپاره کومه بله خبرتیا نه ده جوړه شوې؛ ځکه د هغه په وینا، ازاد بازار دی او په دغه نظام کې نرخ ټاکنه نشته.
هغه زیاته کړه: «موږ د بیو ټیټېدو په تمه یو، څو وکولای شو د ډوډۍ په بیه او وزن کې بدلون راولو…. د دې لپاره چې په راتلونکي کې بازار کنټرول کړو، د اوسني حکومت د اقتصادي سیاست په تمه یو.»
په نانوایيګانو کې د ډوډۍ د وزن توپیر بې عدالتي ده
د کابل د افشار سیمې اوسېدونکي حسیب عمري وویل: «دا سمه ده چې د اوړو بیه لوړه شوې خو ځینو نانوایي لرونکو د ډوډۍ وزن ډېر کم کړی، کار یې عادلانه نه دی.»
هغه وایي، داسې څوک باید وي چې په بازار کې نرخونه کنټرول کړي، له دې پرته هر څه له کنټروله وځي.
په ورته مهال د کابل ښار د خیرخانې لومړۍ حصې اوسېدونکې مرسل وویل: «مخکې به مو چې یوه ډوډۍ اخيسته، د یوه کس بس کېده، خو اوس یوه ډوډۍ زموږ نه بس کېږي او دغه ستونزه کورنیو ته ګرانه تمامیږي.»
هغې زیاته کړه: «د ډوډۍ وزن د کابل په مختلفو سیمو کې توپیر کوي؛ د خیرخانې په لومړۍ حصه کې ډوډۍ یو وزن لري، خو کله چې د حنظله جومات له ساحې ډوډۍ اخلو، د هغوی ډوډۍ د یوې کلچې په اندازه شوې ده.»
ګوهري د کابل په کچه د یادې ستونزې د کنټرول غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د ښاروالۍ دنده څه ده، ولې یې نه کنټرولوي؟»
دغه راز د اقتصادي چارو کارپوه سرمحقق شېرعلي تزري وایي: «په افغانستان کې اساسي ستونزه دا ده چې که د توکو نرخ یو فیصد لوړ شي، تجار یې دوه سلنه لوړوي او کله چې بیه راکمه شي، نرخ نه راټیټوي.»
هغه وویل چې ستونزه د بازار د اقتصاد نظام نه دی؛ ځکه په دې ډول نظام کې د نرخ ټاکونکی او اساسي اصل، رقابت دی، خو په افغانستان کې رقابت شتون نه لري او بازار د څو محدودو کسانو په لاس کې دی چې بیې لوړې او راټیټوي او د بازار د اقتصاد نظام اساسي هسته نه ده جوړه شوې؛ ځکه دا ډول اقتصادي نظام د انحصار په معنا نه دی؛ خو زموږ په هېواد کې انحصار شته.
هغه وويل، حکومت تل کولای شي چې د شرايطو او عدالت په پام کې نيولو سره په بازار کې مداخله وکړي؛ ځکه چې د نړۍ په هيڅ هېواد کې «بې کنټروله ازاد بازار» نشته او هغه مسوولین چې وایي دوی د مداخلې حق نه لري، یا له دغه حالته ناوړه ګټه اخلي او یا له خپلو مسوولیتونو تښتي، په داسې حال کې چې حکومت اوس هم په بازار کې مداخله کولای شي او په اوسنيو شرایطو کې د نرخونو د کنټرول لپاره هيڅ کوم خنډ نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په شپږمه د افغانستان اوسني سرپرست حکومت اعلان وکړ چې د محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون به له هغو مواردو پرته پلی کوي چې له اسلامي قوانینو سره په ټکر کې وي.
شېرعلي تزري وایي: «د ظاهر شاه په حکومت کې هم اقتصادي نظام تر ډېره یو مختلط نظام و چې ځیني وخت به دولتي سکټور او ځیني وخت به خصوصي سکټور ډېر فعالیت کاوه.»
هغه څرګنده کړه چې په نانوایيګانو کې د ډوډۍ په وزن کې توپیر بې عدالتي ده او لامل یې په بازار کې د رقابت نشتوالی دی؛ ځکه رقابت نشته او هر څوک د خپلې خوښې کار کوي.
د شېرعلي تزري په وينا، وزن بايد يوازې په کابل کې نه، بلکې په ټول افغانستان کې يو شان وي او ښاروالي بايد دا موضوع له اصنافو سره وڅېړي؛ ځکه د نرخ ټاکل د ښاروالۍ مسوولیت دی.
«نانوایيګانې معقول غذر لري او دغه وضعیت لنډمهال دی»
د کابل ښار د مارکېټونو د تنظيم رييس الهام کبير وایي، له ۱۳۸۵ لمریز کال مخکې د څارنوالۍ، ملي امنيت او ښاروالۍ په ګډون د نرخونو يو کمېسيون جوړ شوى و چې یوازې په کابل ښار کې يې د نرخونو د څارنې دنده درلوده او د هېواد د نافذ اساسي قانون له مخې چې نظام د بازار اقتصاد و، دغه کمېسیون یوازې د ډوډۍ د کیفیت څارنه کوله او د کمیت له کنټرول سره یې کار نه درلود.
نوموړي زیاته کړه چې د طرزالعمل له مخې، وچه ډوډۍ باید له پخېدو وروسته وزن شي؛ د یوې ډوډۍ وزن باید ۱۸۰ تر ۲۰۰ ګرامه او د جوړهیي ډوډۍ وزن باید له ۲۸۰ تر ۳۰۰ ګرامه وي او که د یوې ډوډۍ وزن له ۱۸۰ګرامه لږ شي، نو دغه کمېسیون د مداخلې حق لري.
هغه زياته کړه چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته هم پلاوي د نظافت او کيفيت د څېړلو په موخه نانوایيګانو ته ورځي؛ خو د وزن په اړه ځکه لاسوهنه نه کوي چې د اوړو او ګاز بیې لوړې شوې او نانوایي لرونکي «معقول عذر» لري، نو کله چې د اوړو او مایع ګاز بیې راټیټې شي، نانوايي لرونکو هم ژمنه کړې چي د پخوا په څېر به خپل خدمتونه وړاندې کوي.
د هغه په وینا: «د پیشهورانو ملي خونې او د نانوايانو اتحادیې وړاندیز کړی چې د وچې ډوډۍ بیه لوړه کړي، خو د توکو له ارزانه کېدو وروسته بېرته د هغه کنټرول ستونزمن کېږي، موږ نانوایيګانې ازادې پرېیښې دي.»
هغه زياته کړه، دا يو لنډ مهال حالت دى او هرکله چې په هېواد کې واردات او صادرات عادي شي، هر څه بېرته خپل حالت ته راګرځي.
Views: 174
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن