ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې درې قومي مشران وژل شوي

ننګرهار کې درې قومي مشران وژل شوي

author avatar
11 Dec 2021 - 11:13
ننګرهار کې درې قومي مشران وژل شوي
author avatar
11 Dec 2021 - 11:13

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې درې قومي مشران وژلي دي.

د معلوماتو له مخې، ياد قومي مشران د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي او په يوه قومي جرګه کې د ګډون په موخه کامې ته تللي وو.

د ننګرهار ولايت يوې باوري سرچيني د لېندۍ په ۲۰مه پژواک اژانس ته د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې ياده پېښه تېره شپه د کامې ولسوالۍ په شېرګړ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وينا، وژل شوي قومي مشران دغه ځای ته د جرګې لپاره تللي وو چې بېګا ناوخته په حجره کې پرې ناپېژاندو وسله والو ډزې کړې، هغوی یې وژلي او برید کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.

سرچينې زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د پېښې عاملينو د نيولو په هڅه کې دي.

بلخوا د لعلپورې ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر رومان مومند پژواک ته وويل چې وژل شوي قومي مشران ملک غفار، ملک پښتون او ملک ګلستان نومېدل او د دې ولسوالۍ د چکنور سيمې مشران وو.

دی زياتوي چې وژل شوي درې واړه په تېر نظام کې د ولسي پاڅون کوونکو د پوستو قوماندانان هم وو.

بل لور ته د ننګرهار حکومتي چارواکو په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم نه دی منلی.

Views: 5870

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.