Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: په افغانستان کې ډېر خلک بېوزله دي خو داسې نه ده چې له لوږې به مړه شي

حنفي: په افغانستان کې ډېر خلک بېوزله دي خو داسې نه ده چې له لوږې به مړه شي

author avatar
15 Dec 2021 - 10:30
حنفي: په افغانستان کې ډېر خلک بېوزله دي خو داسې نه ده چې له لوږې به مړه شي
author avatar
15 Dec 2021 - 10:30

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د ریاست الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې په افغانستان کې ۲۲،۸ میلیونه خلک له لوږي او نږدې ۸،۷ میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.

یادې څرګندونې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشرې میري ایلن (Mary Ellen) دوه ورځې وړاندې کړې وې. ایلن دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې یو میلیون خلک د خوارځواکۍ له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

پژواک خبري اژانس تېره ورځ په دې اړه د ریاست الوزار له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي څخه وپوښتل.

هغه وویل: “له یادو شمېرو سره زه موافق نه یم، زه پر دې باور یم چې د افغانستان خلک هم له دې شمېرو سره موافق نه دي؛ تر اوسه داسې هيڅ نه ده ثابته شوې چې کوم کس دې له لوږې مړ شوی وي.”

دی وايي، په هېواد کې د جګړو او وچکالۍ له امله ډېر خلک بېوزله دي، خو داسې نه ده چې له لوږې به مړه شي او په دې اړه باید اندېښنه ونه شي.

حنفي زیاته کړه، په افغانستان کې د بېوزلۍ ختمولو لپاره اسلامي ملکونه مسوولیت لري چې مرستې وکړي.

د هغه په وینا، د هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې په ښه کېدو دی؛ ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم غواړي چې د افغانستان په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي او اوس افغان حکومت د دې توان لري چې ټولې اړتیاوې له ورځنیو عوایدو رفع کړي.

وروسته له هغه چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان ځیني نور محدودیتونه هم ولګول شول چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

خو څلور ورځې وړاندې نړیوال بانک اعلان وکړ چې مرستندویو هېوادونو افغانستان ته د دغه هېواد د بیارغونې وجهي صندق (ARTF) له کنګل شوو پیسو د ۲۸۰ میلیون ډالرو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

دغه راز د افغانستان بانک وړمه ورځ وویل چې په پام کې ده چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د راتلونکې میلادي کال د مارچ تر پایه، هره اوونۍ شاوخوا شل میلیون ډالره مرسته کوي.

Views: 642

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.