ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: په کونړ کې د لمريزې برېښنا څلور بشپړې شوې پروژې د ګټې اخيستنې وړ نه دي

څېړنه: په کونړ کې د لمريزې برېښنا څلور بشپړې شوې پروژې د ګټې اخيستنې وړ نه دي

author avatar
15 Dec 2021 - 14:36
څېړنه: په کونړ کې د لمريزې برېښنا څلور بشپړې شوې پروژې د ګټې اخيستنې وړ نه دي
author avatar
15 Dec 2021 - 14:36

اسعداباد (پژواک، ۲٤ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښیي چې په کونړ کې د بلدتک انجنيري ساختماني شرکت له خوا د ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا څلور شبکې د تړون خلاف پلې شوې او د ګټې اخيستنې وړ نه دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د ۱۳۹۸ لمريز کال د مرغومي په ۲۶مه د کونړ ولايت د ۴۰۰۰ جريبه للمي ځمکې خړوبولو په موخه د برېښنا څلورو شبکو جوړولو چارې بلدتک انجنيري ساختماني شرکت ته په اجاره ورکړې وې.

دغه پروژې د تېر نظام د چارواکو له خوا نږدې يو کال وړاندې پرانیستل شوې خو د استفادې وړ نه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د شوي تړون له مخې بايد په يادو شبکو کې هندي وسايل کارول شوي وای، خو اوس د تړون خلاف چينايي او د ټيټ کيفيت لرونکي وسایل کارول شوي دي.

د لمریزې برېښنا له يادو څلورو شبکو دوه د کونړ په مروره ولسوالۍ، یوه په سرکاڼو او بله د مرکز اسعداباد د لچګلي په سیمه کې جوړې شوې دي.

پژواک د ۱۴۰۰/۴/۸ نېټې، ۳۱مه ګڼه هغه تعقيبي مکتوب هم ترلاسه کړی چې په دې اړه د کرنې وزارت مقام ته استول شوی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د بلدتک انجنيري شرکت يادې پروژې د تړون مطابق نه دې پلې کړې او د قرارداد خلاف یې د ټیټ کیفیت وسایل کارولي دي.

دغه راز د سولري برېښنا له شبکو د ليدنې په موخه د ټاکل شوي تخنیکي پلاوي د نظارت او ارزونې په پایله کې هم څرګنده شوې چې بلدتک انجنیري ساختماني شرکت په یادو شبکو کې تخنیکي وسایل د تړون خلاف کارولي دي.

د شرکت کارکوونکي: دغه شبکې د ٤٠٠٠ جريبه ځمکې خړوبولو وړتيا نه لري

محمد یوسف (مستعار نوم) چې په کونړ کې د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو پر مهال د تخنیک برخې کارکوونکی پاتې شوی، پژواک ته يې وویل چې په دې شبکو کې مهم کارول شوي تخنيکي وسایل چينايي دي او د څلور زره جريبه ځمکې خړوبولو وړتيا هم نه لري.

نوموړی وایي چې د تړون له مخې یې بايد په شبکو کې د “این ویټ” په نوم هندي وسایل کارولي وای، په داسې حال کې چې نه دي کارول شوي.

هغه زیاتوي چې د “این ویټ” هندي کمپنۍ وسایل د چینایي هغو په نسبت څو برابره لوړه بیه لري؛ نو ځکه نه دي کارول شوي.

پژواک د هغه پلاوي لیکلی نظر هم ترلاسه کړی چې د ولايت له خوا د پروژې د څارنې لپاره لېږل شوی دى.

ياد پلاوي په خپلو څېړنو کې ليکلي چې توکي (بي او کيو) يا په تړون کې د ذکر شوو موادو خلاف کارول شوي دي.

خلک: د لمريزې برېښنا جوړې شوې شبکې د ګټې اخيستنې وړ نه دي

سید اسحاق چې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په شپږ جریبه ځمکه کې یې د لمریزې برېښنا شبکه جوړه شوې، وایي چې ځمکه یې په دې تمه د لمرېزې برېښنا اوبو رسونې سيسټم ته ځانګړې کړه چې ګوندې د ده او نورو کلیوالو للمي ځمکو ته به اوبه ورکړي.

هغه وايي: ((له ما سره شرکت او خلکو داسې تړون وکړ چې زه به شپږ جریبه ځمکه د سولري اوبو رسونې شبکې لپاره ورکوم او په بدل کې به یې د هغو للمي ځمکو مالکان د حاصلاتو راټولولو پر مهال ۱۶ خرواره غله راکوي، خو کابو دوه کاله کېږي چې خلکو ماته هيڅ نه دي راکړل شوي. خو په دغه کار کې خلک هم ملامت نه دي؛ ځکه ځمکو ته یې اوبه نه رسېږي نو حاصلات به له کومه کړي.))

نوموړی وایي، که څه هم دغه پروژه د پخواني حکومت پر مهال پرانیستل شوې خو تر اوسه ګروندګرو ترې ګټه نه ده اخيستې.

همدارنګه د لچګلي سیمې اوسېدونکي اکبر هم چې خپله شاوخوا شپږ جریبه ځمکه یې برېښنايي تختو ته ځانګړې کړې، پژواک ته وویل: ((د حکومت له خزانې میلیونونه پیسې بېځایه لګول شوې؛ ځکه د سولري برېښنا د اوبو رسونې دغه پروژه ناکامه ده او اوس کار نه کوي.))

نوموړی زياتوي، دوی خوښ وو چې د یادې پروژې په تطبیق سره به د ده او د ده د کليوالو زرګونه جریبه للمې ځمکې خړوب او د خلکو ستونزې به حل شي، خو د حکومت د ناسم څار او قرار دادي شرکت د درغليو له امله پروژه ناکامه شوې ده.

همدارنګه د پخواني حکومت د سرکاڼو ولسوال سيد زيور شاه د ۵/۴/۱۴۰۰ نېټه ۳۹/۳ ګڼه مکتوب په ترڅ کې د ولایت مقام ته لیکلي چې د کرنې ریاست له خوا په سرکاڼو ولسوالۍ کې د سولري اوبو رسونې پروژه په داسې حال کې پرانيستل شوې چې ځینې تخنیکي او ساختماني برخې یې نه دي بشپړې شوې.

هغه زياته کړه: ((د سرکاڼو سولري برېښنا د اوبو رسونې پروژه، سره له دې چې د کرنې وزارت د طبیعي منابعو مرستيال، د کونړ والي او د زراعت رييس د رسنيو د استازو پر وړاندې افتتاح کړې خو د پروژې ځيني مهم کارونه نه دي ترسره شوي.))

دغه راز د يو بل سند له مخې، د بلدتک انجنيري ساختماني شرکت او کرنې وزارت ترمنځ د لمریزې برېښنا اوبو رسونې پروژې په قرارداد کې هوکړه شوې چې د شرکت مسوولین به د یو کال لپاره د شبکو ساتنې په موخه ګومارل شوو کسانو ته معاش هم ورکوي، خو د شرکت له لوري تر اوسه دغو ساتونکو ته میاشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.

د احسان الله په نوم يو کس چې د لچګلي سولري برېښنا شبکې ساتونکی دی، پژواک ته يې وويل چې مياشتنۍ تنخوا يې لس زره افغانۍ ده چې له نهو مياشتو راهيسې يې معاش نه دی ورکول شوى.

دی وايي، څو ورځې وړاندې يې د مجبورۍ له وجې د سولري برېښنا پروژې يوه هینداره پلورلې ده.

حکومتي مسوولين: د سولري برېښنا پروژې کارونه د تړون خلاف عملي شوي

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عزت الله هدایت وايي چې بلدتک ساختماني شرکت په دغه ولايت کې د سولري برېښنا د اوبو لګولو څلور پروژې سمې نه دي پلې شوې او په دې اړه د ياد شرکت مسوولین څو ځلې اړوندې ادارې ته غوښتل شوي خو تر اوسه نه دي حاضر شوي.

نوموړي وایي چې اوس یې د کونړ او ننګرهار امنیتي مسوولینو ته دنده سپارلې چې د شرکت مسوولین د قانون منګولو ته وسپاري.

هدايت زياتوي چې په یاده پروژه کې کارېدلي تخنیکي وسایل د تړون مطابق نه دي او د شرکت مسوولينو په کې فساد کړى دى.

خو د بلدتک شرکت مسوول نورمحمد شفيق پژواک ته وويل چې د اوبو په يادو شبکو کې هېڅ ډول ستونزې نشته او ټولې فعالې دي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په بازار کې يې هندي توکي پيدا نه کړل نو ځکه يې چينايي توکي په دغو شبکو کې کارولي دي.

دى زياتوي چې د چينايى توکو په اړه يې په وار وار د کرنې له وزارت سره خبرې کړي او هغوئ په جريان کې وو.

پايله:

د ترلاسه شوو اسنادو او د مسوولينو د څرګندونو له مخې، دې پايلې ته رسېږو چې د بلدتک انجنيري شرکت مسوولينو د يادو څلورو پروژو ٧٤،٧ سلنه پيسې چې ٦٨،٤ ميليونه افغانۍ کېږي، ترلاسه کړې خو چارې يې د تړون مطابق نه دي ترسره کړې.

Visits: 478

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.