ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: جرمني دې مرسته شوي ۶۰۰ ميليونه ډالر په شفافه توګه افغانستان ته ولېږدوي

متقي: جرمني دې مرسته شوي ۶۰۰ ميليونه ډالر په شفافه توګه افغانستان ته ولېږدوي

author avatar
18 Dec 2021 - 18:46
متقي: جرمني دې مرسته شوي ۶۰۰ ميليونه ډالر په شفافه توګه افغانستان ته ولېږدوي
author avatar
18 Dec 2021 - 18:46

کابل (پژواک ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۰): د بهرنيو چارو وزير له جرمني وغوښتل چې د دې هېواد له خوا مرسته شوي ۶۰۰ ميليونه ډالره دې په شفافه او پوره توګه افغانستان ته ولېږدول شي.

د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره نن (شنبه) اسلام اباد ته لاړ. تمه ده چې دغه غونډه د اسلامي سازمان د غړو هېوادونو د استازو په ګډون سبا (یکشنبه) په اسلام اباد کې جوړه شي.

په پاکستان کې د افغان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقی په اسلام اباد کې تر نړيوال اسلامي کنفرانس غونډې مخکې د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي جسپر وېیک سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان پر روانو حالاتو، اقتصادي وضعيت او بشري کومکونو خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير له جرمني څخه مننه وکړه چې ۶۰۰ ميليونه کومک یې اعلان کړی او غوښتنه يې وکړه چې دغه کومک بايد په شفافه او پوره توګه افغانستان ته انتقال شي.

سربیره پر دی د بهرنیو چارو وزیر له وییک څخه غوښتي چې د ښوونکو د معاشاتو ورکولو وعده ژر پوره او د افغانستان د بانکونو له لارې دا پروسه بشپړه شي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې ريتنو مارسوديا سره هم کتلي دي.

د ياد شوي سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يوه لوی اسلامي هېواد په توګه له اندونيزيا سره د افغانستان اړيکې تاريخي وبلل شوې او د راتلونکي لپاره پر ښو اړيکو ټينګار وشو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ناسته کې د افغانستان د اوسنيو واقعيتونو په رڼا کې له اندونيزيا څخه په اقتصادي، تعليمي او سياسي چارو کې د همکاريو غوښتنه وشوه.

دغه راز امير خان متقي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قریشي هم په کتنه کې د پاکستان په کوربه توب او د سعودي عربستان په همکارۍ جوړېدونکې فوق العاده غونډه د افغانستان په اړه ښه اقدام وباله او د هغوی هڅې يې وستايلي.

دغه مطلب هم د افغان سفارت له خوا په خپاره شوي مطلب کې په ډاګه شوی ده.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې متقي هيله څرګنده کړه چې دا غونډه د افغانستان د سياسي او بشري ستونزو په حل کې اغېزمنه ثابته شي.

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.