ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره د ځوانانو ورتګ کم شوی

د هلمند عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره د ځوانانو ورتګ کم شوی

author avatar
18 Dec 2021 - 15:34
د هلمند عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره د ځوانانو ورتګ کم شوی
author avatar
18 Dec 2021 - 15:34

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د هلمند په عامه کتابتون کې- چې مخکې د ځوانانو د مطالعې یوازېنی ځای و- اوس خاموشي خپره ده او ان په میاشت کې هم څوک سر نه ور ښکاره کوي.

په مرکز لښکرګاه کې دغه کتابتون ته مخکې هره ورځ ډلې ډلې ځوانان د مطالعې لپاره ورتلل خو له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې هیڅوک دغه کتابتون ته نه ورځي.

شریف الله د لښکرګاه هغه اوسېدونکی دی چې مخکې به په اوونۍ کې یو ځل خامخا دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورته او د خپلې خوښې وړ کتابونه یې مطالعه کول خو اوس وايي، شاوخوا څلور میاشتې کېږي دغه کتابتون ته نه دی ورغلی.

هغه زیاته کړه، مخکې، سره له دې چې ناامني وه او هره خوا جګړې وې، بیا هم ډلې ډلې ځوانان دغه کتابتون ته ورتلل خو اوس چې امنیت ښه شوی، هیڅوک نه هم ورځي.

ده وویل: «له هغه وروسته چې جمهوري نظام ړنګ شوی، خلک بې کاره شوي، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، بلخوا د لوړو زده کړو بهیر ټکنی شوی او ځوانان یو ډول زړه ماتې شوي، هر یو ځان او راتلونکي ته اندېښمن دی، همدا هغه لاملونه دي چې له مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې ده.»

د ده په خبره، مخکې که هر څه وو، یوه هیله مندي موجوده وه، خو اوس هر څوک د ناهیلۍ ښکار دی.

دی وايي، مطالعه ارام ذهن ته اړتیا لري، کله چې خلک ناارامه وي او له راز راز ستونزو سره مخ وي، هغوی به څه مطاله وکړي.

د توریالي په نوم یوه بل ځوان پژواک خبري اژانس ته وویل، د وروستیو بدلونونو له امله ډېری ځوانان له هېواده وتلي، هغوی چې پاتې دي، حیران دي چې څنګه خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي.

دی وایي، په خپله یې مخکې په یوه اداره کې دنده لرله چې کله به وزګار شو، نو له خپلو ملګرو سره یو ځای به د مطالعې لپاره کتابتون ته تلل.

نوموړی زیاتوي، که حالت بېرته عادي شي، بېکاره شوي خلک کار ومومي، د لوړو زده کړو درېدلی بهیر بېرته پیل شي او راتلونکي ته هیله مندي ډېره شي، ښايي له مطالعې سره علاقه بیا ډېره شي.

د عامه کتابتون مسوول شېرمحمد عزیزي هم همدا خبره کوي او وايي، د تېر په پرتله اوس دغه کتابتون ته د ځوانانو ورتګ پر نشت حساب دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا به هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان کتابتون ته راتلل او د خپلې خوښې وړ کتابونه یې مطالعه کول، خو اوس څوک نه ورځي.

دی زیاتوي: «له مطالعې سره د ځوانانو د لېوالتیا د کمېدو لاملونه وروستي بدلونونه دي خو ترڅنګ یې نور لاملونه هم لري چې یو یې هم انټرنېټ او په ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو ډېر بوختېدل دي.»

نوموړی پر ځوانانو غږ کوي چې په هر ډول حالاتو کې د مطالعې او پوهې ترلاسه کولو لار پرې نه ږدي او دغه کتابتون ته- چې شاوخوا ۶زره ټوکه بېلابېل کتابونه په کې دي- د مطالعې لپاره ورشي.

بلخوا د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندی وايي، عامه کتابتونه د پخوا په څېر پر خپل حال پاتې دی او ځوانان کولای شي ورشي او د تېر په څېر د خپلې خوښې وړ کتابونه مطالعه کړي.

هغه پژواک ته وویل: «کتابتون ۲۴ ساعته پرانیستی دی؛ دلته هر ډول کتابونه شته، زما غوښتنه د دغه ولایت له ځوانانو دا ده چې د تېر په څېر کتابتون ته راشي او مطالعه وکړي، دلته هیڅ ډول ستونزه نشته.»

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د دغه کتابتون د غني کولو لپاره به هم ګامونه واخلي او د اړتیا وړ نور کتابونه به هم ورته پیدا کړي.

په هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون سره په ټوله کې ځوانان له زده کړو، مطالعې او نورو سالمو بوختیاوو لرې پاتې شوي چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

خلک له نوو راغلو چارواکو غوښتنه کوي چې ځوانانو ته د زده کړې، کار او نورو سالمو بوختیاوو زمینه برابره کړي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.