ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه هراتۍ مېرمن: د کورني تاوتريخوالي او ټولنيزو شخړو د کمولو لپاره بايد هڅې وشي

یوه هراتۍ مېرمن: د کورني تاوتريخوالي او ټولنيزو شخړو د کمولو لپاره بايد هڅې وشي

author avatar
20 Dec 2021 - 18:07
یوه هراتۍ مېرمن: د کورني تاوتريخوالي او ټولنيزو شخړو د کمولو لپاره بايد هڅې وشي
author avatar
20 Dec 2021 - 18:07

هرات (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): مېرمن امنه عرب چې د هرات ولایت اوسېدونکې ده او د کورني تاوتريخوالي لسګونه قضيې يې هوارې کړې دي وايي، اوس چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې، بايد د کورني تاوتريخوالي او ټولنيزو شخړو د کمولو لپاره هڅې وشي.
۲۸کلنه امنه عرب چې د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، د کورنيو شخړو د حل تر څنګ یې د یاد ولایت د انجیل ولسوالۍ په اسحاق سلیمان کلي کې د معلولینو او معيوبينو يوه ټولنه هم جوړه کړې ده چې له دې ډلې سره یې مرستې هم ترسره کړې دي.
هغه وايي چې له څو کلونو راهیسې د کورنیو ستونزو د حل لپاره کار کوي، د لسګونو هغو جوړو تر منځ یې سوله کړې چې ترمنځ یې جنجال موجود و او حتی د جلا کېدو له ګواښ سره مخ وو.
نوموړې وویل: «ډېرې ښځې وې چې د جګړې پر مهال معلولې شوې وې؛ خو په کورنۍ کې ورسره ناوړه چلند کېده، ما هڅه وکړه چې د دوی له کورنیو سره خبرې وکړم، څو ستونزه یې هواره شي او له تاوتریخوالي لرې ژوند وکړي.»
د هغې په وينا، په دې اووه کلونو کې يې تر ۲۰۰ ډېرو کورنیو قضيو ته چې ډېرى يې د معلولينو د کورنیو اړوندې وې، رسېدنه کړې ده.
هغه ټینګار کوي چې شاوخوا ۸۰ سلنه قضیې یې په خپله هوارې کړي او پاتې ۲۰ سلنه نورې یې د خپلې ټولنې له لارې د بشري حقونو بنسټونو ته راجع کړې دي.
د هغې په باور، دا مهال په يو شمېر کورنيو کې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي کچې د ټيټوالي له امله ډېر اختلافات موجود دي او ډېری ښځې د تاوتريخوالي قرباني کېږي.
هغه چې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت څخه خوښه ده، وایي چې اوس بايد په انفرادي، ډله ييزه او ملي کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د ټولنې په کچه د اختلافاتو او توپيرونو د حل لپاره هڅې پیل شي.»
نوموړې زیاته کړه: «سوله د جګړې د پای ته رسېدو او د ټانګ او ټوپک د خاموشۍ په معنا نه ده؛ بلکې د کورنۍ یا مېړه او مېرمنې ترمنځ پخلاینې ته هم سوله ویل کېدای شي.»
هغه وايي، د طلاق په څو قضيو کې يې منځګړتوب کړى چې د کورنیو د بېلېدو لامل شوې وې او خوښه ده چې د يوې کورنۍ د بېلېدو د مخنیوي لامل شوې ده.

هغې د بېلګې په ډول وویل: «د اسحاق سلیمان په کلي کې یوه معلوله نجلۍ چې د خپلې ترور له زوی سره په خپله خوښه یې واده کړی و، د خاوند ژوند ته یې بله ښځه راغلې وه، چې د نجلۍ وضعیت ورسره خراب شوی و؛ خو موږ هڅه وکړه چې د نجلۍ خاوند ته قناعت ورکړو څو هغه بل واده ونه کړيِ، ځکه د اقتصادي بېوزلۍ له امله به ونه شي کړای چې د دواړو مېرمنو حقونه مراعات کړي، هلک له دويم واده تېر شو او اوس خوشحاله ژوند لري.»
هغه کسان چې اوس یې د امنې د مشورو له لارې له تاوتریخوالي پاک ژوند لري، دغه مېرمن د سولې سفیره ګڼي.
د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکې زليخا (مستعار نوم) وايي، له واده څو کاله وروسته یې له مېړه سره ډېر اختلافات درلودل، هغه تل د خپل مېړه او کورنۍ له خوا ځورول کېده، خو هغې مقاومت وکړ څو ژوند یې سره جلا نه شي.
خو نوموړې وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره يې د مېړه چلند ورسره بدتر کېده او تر دې حده رسېدلی و چې غوښتل یې ځان وژنه وکړي؛ خو د امنې دفتر ته له ورتللو او له مېړه او کورنۍ سره یې تر خبرو وروسته د هغې ستونزې هوارې شوې.
زلیخا، امنې ته د سولې سفیرې لقب ورکړ او ویې ویل: « که د مېرمن عرب هڅې نه وای، نن به زه یا ژوندۍ نه وم او یا به د خپل پلار په کور کې بدبخته ناسته وم، زه اغلې عرب خپله اتله او د سولې سفیره ګڼم، زه د مېرمن عرب د موجودیت ستاینه کوم.»
د دغه ولايت يوه مدني فعال ٢٦ کلن وکيل احمد هم د امنې عرب د کار ستاينه وکړه او ویې ویل: «مېرمن عرب تل د معلولینو په کورنیو کې سوله او پخلاینه رامنځته کړې ده.»
هغه وايي چې مېرمن عرب یادې ټولې هڅې په رضاکارانه ډول ترسره کړې دي.

Views: 65

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.