ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي مسوولین: د کندوز د کرنې ریاست عواید ډېر شوي

حکومتي مسوولین: د کندوز د کرنې ریاست عواید ډېر شوي

author avatar
22 Dec 2021 - 11:53
حکومتي مسوولین: د کندوز د کرنې ریاست عواید ډېر شوي
ارشیف
author avatar
22 Dec 2021 - 11:53

کندوز (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د زورواکو له خوا د کندوز د کرنې ریاست د لسګونو  میلیونو افغانیو عوایدو د حیف او میل کېدو په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د یادې ادارې کارکوونکي لاس په کار شوي چې له امله یې عواید ډېر شوي دي.

پژواک خبري اژانس د لېندۍ په څلورمه یو تحقیقي راپور خپور کړی و  چې ښیي د کندوز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د روان کال د وروستۍ ربعې عواید څه باندې ۳۶ میلیونه افغانۍ شوي دي.

دغه راپور ښیي چې د یادې ادارې د تېر کال د همدې مودې  عواید  ۳۳ میلیونه ۶۲ زره او ۹۲ افغانۍ توپیر لري.

د کندوز سیمه ییز چارواکي وایي چې د یاد راپور له خپرېدو وروسته د دولتي ادارو کارکوونکي لاس په کار شوي او د دې ادارې عواید زیات شوي دي.

د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن وایي چې د پژواک د تحقیقي راپور له خپرېدو وروسته چې د یادې ادارې د عوایدو د حیف او میل کېدو په اړه و، کارکوونکو یې اوس په دې برخه کې هڅې پیل کړې او عواید څو برابره  زیات شوي دي.

هغه وویل چې د حکومتولۍ په برخه کې د داسې راپورونو خپرول ښه دي او د حکومتي کارکوونکو د مسوولیت احساس را ژوندی کوي.

حسن زیاته کړه: «د پژواک له خبري اژانس نه مننه کوو چې د یادې ادارې د عوایدو په اړه یې مقایسوي او تحقیقي راپور چمتو او خپور کړی دی.»

هغه زیاته کړه، هیچا ته به اجازه  ورنه کړل شي چې د حکومت عواید حیف او میل کړي او د داسې کړنو د اثبات په صورت کې به له عاملینو سره د شریعت او قانون مطابق حساب وشي.

دغه راز د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله روحاني هم د پژواک د دغه  تحقیقي راپور خپرېدو له امله مننه وکړه.

هغه وویل: «د یاد راپور خپرول بر حقیقت بنا دی، موږ يې ملاتړ کوو او ازادو رسنیو همېشه کوښښ کړی چې د خلکو غږ منعکس کړي.»

د کندوز د کرنې پخواني رییس عبدالهادي قرلق پژواک ته وویل: «د نوې ادارې له خوا په راټول شوو عوایدو کې د ټولو ملکیتونو عشر هم شامل دی، په داسې حال کې چې مخکې دغه سرچینې زموږ په لاس کې نه وې، نو پر دې اساس د دوی عواید زیات شوي دي.»

خو د کندوز د کرنې اوسنی رییس مولوي امان الله حسن وایي چې په راټول شوو عوایدو کې د عشر پیسې نه دي شاملې.

Visits: 67

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.