فراه (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د فراه ولایت د یو شمېر سیمو بزګران چې د نورو خلکو په څېر له جګړو زیانمن کېدل او جګړو یې کرونده کې د کار مخه نیوله خو د جګړې په پای ته رسېدو دوی ته د کار زمینه برابره شوې، هېواد کې د دایمي سولې او ارامۍ غوښتنه کوي.
فراه هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې د بزګرۍ له لارې اولادونو ته نفقه برابروي. خو تېرې جګړې د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د کرنې او زراعت مخه نیوله او د یاد ولایت اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي وو.
عبدالکریم د فراه د مرکز اړوند ګینهکان کلي هغه اوسېدونکي او بزرګر دی چې جګړې ورته زیان رسولی دی.
کریم چې په ګلخانه کې ــ رومي بانجان او پیاز په کې کري ــ له کار کولو سخت ستړی شوی و، خو د څېرې خوښي یې له ژوند څخه د رضایت څرګندونه کوله پژواک ته وویل، له دې امله چې سیمه کې یې جګړه پای ته رسېدلې خوشاله دی.
هغه د تېرو جګړو د ترخو خاطرو یادونه وکړه او وویل، په تېرو پنځو کلونو کې تر هغه چې د مخکني حکومت تر سقوط وروسته جګړې پای ته ورسېدې د دوی کلی د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وه.
هغه زیاته کړه چې په دې موده کې یې څو ځله د ګلخانې سولر او سالونونه مات او وسوځېدل، له دې امله ورته شاوخوا ۲۰۰زره افغانۍ زیان ورسېد.
هغه وايي، کله به چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل کېده مجبورېده چې ګلخانه او کښت یې پرېږدي، ځکه د مرګ خطر یې و، که د جګړې پر مهال یې ټول کښت او کار «باد وړلو» هم هېڅ یې نشو کولای.
عبدالکریم وايي چې د جګړې پر مهال مجبور و په هرو دوو کلونو کې یو ځل د خپلې ګلخانې پلاستیک بدل کړي، ځکه چې د مرمۍ په لګېدو سوری او شلېده. هغه وویل چې په غیر جنګي شرایطو کې د ګلخانو پلاستیک تر لسو کلونو پورې دوام کولای شي.
نوموړي زیاته کړه: «د سولې ټینګښت، یعنې ژوند او ارامي.»
نوموړی زیاتوي چې په سیمه کې د سولې د تامین له برکته یې سږ کال له خپلو کښتونو ډېره ګټه ترلاسه کړې ده.
رج کلی چې د ګینهکان کلي ته څېرمه پروت دی، هم هغه کلی دی چې ډېر کلونه د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دی.
لمر لوېدو ته نږدې و چې نوراحمد په هغه ځمکه کې ناست و، چې تازه يې کرلې وه، ويل يې په تېرو دوو کلونو کې نه يوازې دا چې په دغه ځمکه کې یې کرونده نه شوای کولای، بلکې ډېری وخت د یوې امنیتي پوستې د موجودیت او جګړې له امله دغو ځمکو ته راتلای هم نه شوای.
هغه وویل څو ځله چې د جګړو پر مهال دغه ځاى ته راغلى او د جګړو په منځ کې راګیر شوی او د جګړو او ډزو اوازونو له امله يې ډېرې شپې په خپل کور کې خوب نه دی کړی.
نوراحمد زیاته کړه: «سهار له اتو بجو مخکې کار ته نشو تللای، او د ماښام له لمانځه مخکې به کور ته راتلو.»
خو هغه يادونه وکړه چې اوس چې جګړه پاى ته رسېدلې خوښ دی، روحي ارام شوی او بيا يې په کرونده کې کار پيل کړى دى.
هغه چې په څېره کې یې خوښي ښکارېده، ویل: «اوس دا ځمکه زما د ټولې کورنۍ لګښتونه پوره کولای شي.»
نوراحمد جګړه د بدبختۍ لامل ګڼي او زیاتوي چې سوله خلکو ته نېکمرغي او ارامي راوړي.
نوراحمد وايي چې ورور يې علي احمد چې تراکتور چلوي، اړ شوی و چې له جګړې په لېرې سيمو کې کار وکړي او تل له امنیتي پوستو د تېرېدو پر مهال له ستونزو سره مخ کېده.
هغه وایي چې په يادو سيمو کې د جګړې په پاى ته رسېدو خلکو ته د ارام ژوند کولو هیله پیدا شوې ده.
نوراحمد او عبدالکریم دواړه هیله لري چې د دوی هیوادوال بیا هیڅکله د جګړې او تاوتریخوالي شاهدان نه وي.
Views: 9
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP