ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردي مېز ګډونوال: د سولې پر اهمیت دې د خلکو پوهاوي کچه لوړه شي

د ګردي مېز ګډونوال: د سولې پر اهمیت دې د خلکو پوهاوي کچه لوړه شي

author avatar
23 Dec 2021 - 15:33
د ګردي مېز ګډونوال: د سولې پر اهمیت دې د خلکو پوهاوي کچه لوړه شي
author avatar
23 Dec 2021 - 15:33

هرات (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د ګردي مېز ګډونوالو چې د پژواک خبري اژانس له خوا جوړ او د هرات له معراج راډيو خپور شو، سوله یې د رڼا دروازه وبلله او ټينګار يې وکړ چې سيمه ييزه سوله په هېواد کې د دوامداره سولې بنسټ کېداى شي.

د ۴۲ دقیقو دغه ګردی مېز د «سیمه ییزه سوله د دوامداره سولې بنسټ دی» تر سرلیک لاندې تېره ورځ سهار ۱۰ بجې له یادې راډیو خپور شو چې تکرار یې د ورځې لس بجې بیا خپرېږي.

په هرات کې ټولنپوهه او څېړونکې منیژه بهره په هېواد کې د جګړې درېدو ته خوښي څرګندوي او ټینګار کوي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولنه د سولې پر ارزښت او د هغې د ساتنې په اړه پوه شي.

هغې زیاته کړه: «ټولنه باید هڅه وکړي چې لومړی سیمه ییزه سوله رامنځته کړي؛ ځکه سیمه ییزه سوله په ټول هېواد کې د دوامداره سولې بنسټ دی.»

هغه زیاته کړه، «د کورنۍ غړي له هغو کسانو دي چې کولای شي د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم رول ولوبوي.»

منیژه د خپلو حقونو په اړه د کورنیو د پوهاوي نشتوالی د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو یوازېنی لامل بولي او ټینګار کوي چې د دې ستونزو د له منځه وړو لپاره باید د رسنیو له لارې د ټولنې په کچه د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې شي.

په ورته مهال د دغه پروګرام بلې ګډونوالې او حقوق پوهې حفيظې امين د سولې کلمې ته د اسلام له نظره اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې سوله، ارامي او امنيت د خداى (ج) له سترو او کليدي نعمتونو دي چې په سيوري کې یې انسانان او ټولنې کمال ته رسیږي او د اسلامي نصوصو له مخې، سوله هغه لاره ده چې د رڼا او روښانتیا لامل کیږي.

د مېرمن امین په خبره، سوله او امنیت د اسلامي دین له مهمو او ارزښتناکو مفاهیمو دي او دومره مهم دي چې د خدای (ج) له صفاتو او نومونو یو هم «امنیت او سوله» دی.

د یاد ګردي مېز بله مېلمنه ترنم خدابخشي وایي چې په ځینو ټولنیزو، رسمي او دوه په دوه مناسباتو کې تبعیضي، ستمګرانه، غیرعادلانه، او یو طرفه خبرې، د سولې ضد پر یوه پېښه بدلې شوې چې سوله له ګواښ سره مخ کوي او یا یې له منځه وړي چې له دې سره وېره رامنځته کېږي.

د معلولينو د حقونو يو فعال او د پروګرام مېلمه ميرويس کريمي چې کورنۍ يې د تېرو جګړو او تاوتريخوالي قرباني شوې، وايي چې د نوي حکومت په راتګ سره وژنې درېدلې، خو د کار له نشتوالي او بېوزلۍ شکايت کوي.

دى وايي، که د کار زمینه برابره نه شي او بېوزلي له ټولنې ورکه نه شي، تاوتريخوالى به نور هم زيات شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.