ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بغلان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
24 Dec 2021 - 12:34
بغلان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
24 Dec 2021 - 12:34

پلخمري (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د کندوز- بغلان پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

پېښه تېره شپه د دې لویې لارې په اوږدو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند په جلوګیر سیمه کې شوې ده.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ترافیکي پېښه د کرولا او ټېلر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

دی وايي، په دې پېښه کې د کرولا موټر چلوونکی او یوه ښځه مړه او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، ټپيان د کندوز ولایتي روغتون ته وړل شوي او ویجاړ شوی موټر د بغلان د ترافیکو مدیریت ته راوړل شوی دی.

نوموړی د دې پېښې لامل د چلوونکو له خوا د موټرو ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتېدل ګڼي.

د کندوز- بغلان لویې لارې یوه موټر چلوونکي سید اغا پژواک ته وویل، ډېر مهال پر دې لار خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

دی هم وايي چې چلوونکي احتیاط نه کوي، تېز تګ کوي او ترافیکي قوانین نه مراعاتوي چې له امله یې دغسې پېښې کېږي.

نوموړی له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د ترافیکي پېښو مخنیوي لپاره لاس په کار شي او پر چلوونکو ترافیکي قوانین پلي کړي.

د یادونې ده، موده مخکې د سمنګان د اقتصاد رییس هم پر دې لاره په یوه ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ.

Visits: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.