ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازبکستان د بشري مرستو دويمه چوپه مزارشريف ته راورسېده

د ازبکستان د بشري مرستو دويمه چوپه مزارشريف ته راورسېده

author avatar
24 Dec 2021 - 16:30
د ازبکستان د بشري مرستو دويمه چوپه مزارشريف ته راورسېده
author avatar
24 Dec 2021 - 16:30

مزارشريف (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): له افغانستان سره د ازبکستان د بشري مرستو دويمه چوپه- چې ۳۷۸۰ ټنه خوراکي توکي، البسه او سون مواد په کې شامل دي- مزارشريف ښار ته له رسېدو وروسته افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، چای، بوره، د ډبرو سکاره او د ژمي لپاره البسه شامل دي.

افغان لوري ته د مرستو د سپارلو پر مهال افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړي استازي عصمت الله ايرګه شوف وويل چې هيواد به يې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په شته پېچلو شرايطو کې بايد له افغانانو سره په پراخه کچه بشري مرستې وکړي.

نوموړي همدا راز وويل چې ازبکستان د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتونکی دی.

ايرګه شوف زياتوي: ((موږ د نړۍ له سترو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي څو ګټه یې افغانانو ته ورسېږي.))

په همدغه مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د ازبکستان له بشري مرستې مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

هغه له ازبکستاني چارواکو وغوښتل چې افغانانو ته دې د ويزو په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.

ستانکزي زياته کړه: ((د تاشکند لاره د افغانانو لپاره اقتصادي لار ده؛ موږ غوښتنه کوو چې د کابل، مزار او هرات په ګډون په هغو ولايتونو کې چې ستاسې کونسلګرۍ شته، افغانانو ته د ويزو برخه کې اسانتياوې رامنځته کړئ.))

نوموړي د خپلو خبرو په دوام همدا راز غوښتنه وکړه چې ازبکستان دې د تېر په څېر افغانانو ته تحصيلي بورسونه ورکړي.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه غونډې ته په وينا کې وويل چې د امو سيند دواړو لورو ته پراته ملتونه ګڼ مشترکات او ښې اړيکې لري.

نوموړي د ازبکستان له حسن نيت څخه مننه وکړه چې په دويم ځل يې هم افغانانو ته بشري مرسته ولېږله.

حمزه زياته کړه چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ همکاري به دوام ومومي.

Visits: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.