Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار ترافيکي پېښه کې ۲ تنه مړه او ۳ نور ژوبل شول

جلال اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار شينوارو ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله يوه ښځه او خاوند مړه شوي او درې نور کسان ټپيان دي.

چارواکي وايي، دغه پېښه نن تر غرمې وړاندې د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر پژواک اژانس ته تاييد کړه چې نن تر غرمې وړاندې شاوخوا يوولس بجې د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د شينوارو ولسوالۍ مارکو بازار سيمه کې د يو الټو او فرونر موټر ترمنځ ټکر شوی دی.

د سرچينې په وينا، پېښه کې په الټو موټر کې ناست يوه ښځه او خاوند يې مړه شوي او د فرونر موټر درې تنه سپرلۍ ټپيان شوي دي.

د جلال اباد د حوزوي روغتون يوې سرچينې پژواک ته د نوم نه خپرولو په شرط ومنله چې د پېښې له ځايه ورته درې ټپيان ور وړل شوي دي.

د مارکو بازار يوه دوکاندار خدای نور پژواک ته وويل چې پېښه د دواړو موټرو د چلوونکو د بې احتياطۍ او تېز تګ له امله رامنځته شوې ده.

پر دغه لويه لاره ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله ورته ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.