ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: د افغانستان د باثباته کېدو لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده

ستانکزی: د افغانستان د باثباته کېدو لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده

author avatar
26 Dec 2021 - 15:15
ستانکزی: د افغانستان د باثباته کېدو لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده
author avatar
26 Dec 2021 - 15:15

مزارشريف (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې له نړۍ سره په اړيکه کې دي خو د ملي ګټو او اسلامي نظام پر سر له چا سره معامله نه کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو لع مسوولينو او نظامي منسوبينو سره په کتنه کې وويل چې حکومت د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او پولو ټينګه ساتنه کوي.

هغه زياته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې افغانانو زياته قرباني ورکړه او افغانستان يې له ښکېلاک څخه وژغوره.

ستانکزی زياتوي چې په اوسنيو شرايطو کې افغانستان تر هر څه ډېر ملي يووالي ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، که افغانان غواړي چې بيا پرې تېری ونه شي او يا يې هم سپکاوی ونه شي؛ نو بايد لاسونه سره ورکړي او د وطن په بيارغونه کې برخه واخلي.

نوموړي وويل چې په تېرو ٤٠ کلونو کې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د افغانانو خپل حکومت رامنځته شوی او د ټولو مسايلو په تړاو فيصلې د افغانانو له خوا ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((پرون زموږ فيصلې د شوروي په لاس کې وې، بيا ورپسې زموږ فیصلې د امريکا او ناټو په لاس کې وې؛ خو نن الحمدالله حکومت او نظام د افغانانو خپل دی او خپلې فيصلې خپله کوي.))

د هغه په وينا، اسلامي امارت د افغانانو ترمنځ هيڅ ډول تبعيض نه مني او په وطن کې د ټيکاو په خاطر عمومي عفوه اعلان شوې ده.

نوموړي د اسلامي امارت پر سياسي مخالفينو هم غږ وکړ چې بېرته راشي، د دوی غېږ ورته خلاصه ده.

ستانکزي زياته کړه: ((موږ پر خپلو سياسي مخالفينو هم غږ کړی چې په هېواد کې پاتې شي او هغوی چې له هېواده وتلي، هم کولای شي بېرته راشي، د افغانستان دروازې يې پر مخ پرانيستې دي، دا زموږ ټولو ګډ کور دی او موږ ټول حق لرو چې دلته ژوند وکړو، په بېلوالي کې هيڅ ډول ګټه نشته.))

د بهرنيو چارو وزارت معين وايي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې او افغانان نور له جګړو څخه ستړې شوې دي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې اسلامي امارت له امريکا او نړيوالې ټولنې سره په اړيکه کې دی؛ خو زياته يې کړه چې افغانان دې ډاډه و اوسي چې د ملي ګټو، د جهاد د ارمانونو او شرعي نظام پر سر له چا سره معامله نه کوي.

هغه دا هم وويل: ((زموږ په قول اردوګانو کې مجاهدين حاضر دي، که هر څوک د افغانستان سرحداتو ته د تجاوز په نظر ګوري؛ نو دا مجاهدين به يې سترګې وباسي، شل کاله مو قرباني ورکړه، د دې ملک د ساتنې او د شرعي نظام پلي کولو لپاره شل کاله نور هم قربانۍ ته تيار يو.))

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د افغانستان له ګاونډيانو وغوښتل چې په دې حساس وخت کې دې افغانانو ته د ورورۍ لاس ورکړي او پر پولو د تګ راتګ لپاره دې اسانتياوې رامنځته کړي.

Visits: 383

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.