ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موټر چلوونکي: د تېر نظام له سقوط وروسته پر لویو لارو د پیسو غیرقانوني اخیستل بند شوي

موټر چلوونکي: د تېر نظام له سقوط وروسته پر لویو لارو د پیسو غیرقانوني اخیستل بند شوي

author avatar
27 Dec 2021 - 18:29
موټر چلوونکي: د تېر نظام له سقوط وروسته پر لویو لارو د پیسو غیرقانوني اخیستل بند شوي
author avatar
27 Dec 2021 - 18:29

کابل (پژواک، ۶ مرغومی۱۴۰۰): یو شمېر موټر چلوونکي د تېر نظام تر سقوط وروسته په لویو لارو کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره کوي وايي، د تېر نظام تر سقوط مخکې په لویو لارو کې ځینو موټر چلوونکو ته مرګ ژوبله اوښته، وسله والو غلو په نظامي جامو کې ترې میلیاردونه افغانۍ اخیستې.

پژواک له یو شمېر موټر چلوونکو سره چې بلخ، بدخشان، تخار، کندوز، فراه، هرات او کندهار ولایتونو کې فعالیت لري خبرې کړې، دوی ټول وايي چې د تېر نظام تر سقوط وروسته د لارو امنیت ټینګ شوی او د ناقانونه اخاذیو مخه نیول شوې ده.

دوی وايي چې مخکې وسله والو غلو د ملي پولیسو په جامو کې دوی درول او د پیسو غوښتنه یې کوله، ځينې وخت یې د موټرچلوونکو ان مسافرو ټول وسایل او پیسې یې چور کول. که موټر یې نه وای درولی ډزې یې ورباندې کولې او په یوه پېښه کې یو موټر چلوونکی وژل شوی و.

د «افغانستان د ترانسپورټي شرکتونو د انسجام شورا» مرستیال محمد نبي افغان له پژواک سره ځانګړو خبرو کې وویل چې د ده د برآورد په اساس د هرات ــ کابل پر لویه لار له بار وړونکو موټرو څخه د ناقانونه اخاذیو اندازه هر کال تر دوه میلیارده افغانیو ډېره وه.

هغه له مسافر وړونکو موټرو د اخاذیو په اړه وویل: ((دا چې مسافر وړونکي موټر په لویو لارو نه درېدل، ډېرې اخاذۍ نه ترې کېدې او په کمو ځاینونو کې ترې پیسې اخیستل کېدې، زموږ د اټکل له مخې له مسافر وړونکو موټرو هر کال لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون افغانۍ اخیستل کېدې.))

هغه زیاته کړه: ((دغه کسان چې له موټرو یې پیسې اخیستې تر ډېره د پولیسو پوستو کې وو او ډېری نامسوول او هغه کسان وو چې له سیمه ییزو قوماندانانو او زورواکو سره یې کار کاوه.))

نبي وايي، په ۲۰۱۷ کال کې یې خپله د هرات ــ کابل پر لویه لار موټر چلاوه، ډېر ځله له غلو سره مخ شو او ان له ده یې ۱۲زره افغانۍ او ځینې نور وسایل او له ۴۰۴ موټر کې یې له ۵۰ مسافرو هم پیسې او وسایل واخیستل.

نوموړي څو قطعې داسې انځورونه چې د ملي پولیسو د مخکنیو سرتېرو په نظامي جامو کې کسانو ناقانونه پیسې  اخیستې هم پژواک خبري اژانس ته وسپارل.

هغه په دې برخه کې خپلې یوې ترخې خاطرې ته اشاره وکړه او ویې ویل، یوه ورځ د مسافر وړونکو پر موټر د پولیسو په ډزو کې یو موټر چلوونکی ووژل شو.

نوموړی وايي، د روان کال د وري په دویمه د زابل ولایت «نورک» سیمه کې د تېر حکومت د پولیسو یوې پوستې پر موټرچلوونکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

یادې سرچینې د هغه موټر ویډیو کلیپ چې ډزې پرې شوې وې او وروسته موټر چلوونکو د خپل همکار د وژلو پر ضد لاریون کړی،هم پژواک ته وسپاره.

هغه زیاته کړه، د موټر چلوونکي تر وژل کېدو وروسته یې هر ارګان ته مراجعه وکړه خو چا یې غږ نه دی اورېدلی او ستونزه یې حل نه کړه.

د سرچینې په خبره، د موټر چلوونکو د انسجام شورا د دوی ستونزو د حل لپاره جوړه شوې وه خو ویې نه شو کړای پر لویو لارو د غلو او زورواکو مخه ونیسي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پولیس یوه پوسته وه قوماندان یې حاجي لالا نومېده، موټر چلوونکي یې ځورول… او پیسې یې اخیستې. په همدې ډول محمد اصف «شاهراه» هم له هغو کسانو څخه و چې موټرچلوونکي یې ځورول او پسیې یې ترې اخیستې.

نوموړي بل تصویري کلېپ هم پژواک ته ورکړ، په یاد کلېپ کې یو وسله وال کس موټر چلوونکی وهلی دی.

افغان چې د تېر نظام تر سقوط وروسته د دې ستونزو د حل خبره کوي په دې اړه وویل: ((د اشرف غني حکومت پر مهال پولیسو له غلو سره لاس درلود، څو ځله یې پوستو ته نږدې زموږ موټر درول کېدل او له موږ موټر چلوونکو او مسافرو یې هر څه اخیستل، خو پولیس هېڅ نه ورته ویل، اوس چې اسلامي امارت راغلی څوک د غلا جرئت نه شي کولای.))

هغه په ټینګار سره وویل: ((له نېکه مرغه اوس مهال امنیتي ستونزې او غلاوې نشته، زموږ ستونزې هم حل کېږي، اخاذي او غلاوې هم ختمې شوې، الحمدالله تر ممکن حده راضي یو او ستونزه نه لرو.))

په ورته مهال، د «حصارک پنجشېر» ترانسپورټي شرکت استازي له پژواک سره خبرو کې وویل چې د ټول کلني ارقام یې نه دي حساب کړي، خو د شمال پر مسیر له هر موټر چلوونکي د ورځي شاوخوا لس زره افغانۍ اخیستل کېدې.

د هرات – کندهار پر له لویه لار د احمدشاه ابدالي تراسنپورټي شرکت استازي اغا جان هم وویل چې له موټر چلوونکو غیرقانوني پیسې اخسیتل کېدې.

نوموړي زیاته کړه: «مخکې ناقانونه پیسې اخیستل کېدې او خلک [موټر چلوونکي] تښتول کېدل، په ځانګړې توګه د کندهار – هرات پر له لار ډېر کسان اختطاف کېدل.»

د هغه په وینا، د هغو پیسو کلنۍ کچه چې په دغه لار به په غیرقانوني ډول اخیستل کېدې، درې میلیونو ډالرو ته رسېده.

د «پنجشېر حصارک» ترانسپورټي شرکت استازی حاجي محسن وایي چې د مخکني نظام له سقوط وروسته د لویو لارو امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

هغه وایي: «د تېر حکومت پر مهال، په یوه ورځ زموږ دوه موټر چلوونکي چې کابل ته راتلل د نیمروز ولایت په دلارام او دهمزنګ سیمو کې وتښتول شول چې د یوه هغه په بدل کې مو ۶۰زره ډالر ورکړل او خوشی شو.»

هغه زیاته کړه: «ټولې پیسې چې په دې لاره به له موټر چلوونکو اخیستل کېدې، د کال تر درې میلیونه ډالرو هم رسېدې؛ غلو به چې پیسې اخیستې، پولیسو ته یې هم ورکولې.»

د هرات لارې موټر چلوونکي غلام صدیق وویل: «یوه ورځ کابل ته راغلم، په پوستو کې به یې رانه دوه زره افغانۍ اخیستې وي، عسکر ولاړ وو، پیسې یې غوښتې او که مو نه ورکولای، اشاره، چراغ او یا یې شیشه ماتوله، یا یې یوه بهانه نیوله.»

نوموړي زیاته کړه: «شکر اوس په هیڅ ځای کې د هیڅ شي پیسې نه اخلي، د لارې اوږدو کې یوازې ۵۰۰افغانۍ ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت چارواکو هم له مرکزه ولایتونو او له ولایتونو مرکز ته د تګ راتګ پر مهال د لارو د نه خوندیتوب په اړه خبرې کړې وې.

د مخکني حکومت د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي و چې د پولیسو د غلاوو او زور زیاتي په اړه یې شکایتونه ترلاسه کړي دي.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.