کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د عدلیې وزارت وایي چې د غصب شوو ځمکو تثبیتولو په موخه یې د کابل ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د ۱۵ ښارګوټو اسناد تر څېړنې لاندې نیولي دي.
د عدلیې وزارت د خپرونو ریاست نن (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت د قضایاوو عمومي ریاست د روان کال د لېندۍ میاشتې له ۶مې نېټې راهیسي ۲۷ ښارګوټي د کابل ښار پنځمې، شپږمې، اتمې، لسمې، دوولسمې، اولسمې ناحیو او د کابل بګرامیو، ده سبز، پغمان او شکردرې ولسوالیو کې تثبیت کړي دي.
سرچینه لیکي، د یادو ښارګوټو له ډلې ۱۵ یې خپل اړوند اسناد عدلیې وزارت ته سپارلي او تر څېړنې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اسناد د عدلیې وزارت د قضایاوو د قانون پر اساس د ښارجوړونې او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالۍ په همکارۍ څېړل کېږي څو معلومه شي چې څومره دولتي ځمکه یې غصب کړې ده.
د عدلیې وزارت ویلي چې د پاتې ښارګوټو اسنادونه به هم د امنیتي بنسټونو په همکاري حاضر کړای شي او تر څېړنې لاندې به ونیول شي.
سرچینې په ډاګه کړې چې دغه لړۍ به د ټولو ښارګوټو د اسنادو د څېړنې تر بشپړېدو پورې دوام ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP