ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدلیې وزارت په کابل کې د ۱۵ ښارګوټو اسناد څېړي

عدلیې وزارت په کابل کې د ۱۵ ښارګوټو اسناد څېړي

author avatar
28 Dec 2021 - 15:04
عدلیې وزارت په کابل کې د ۱۵ ښارګوټو اسناد څېړي
آرشیف
author avatar
28 Dec 2021 - 15:04

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): د عدلیې وزارت وایي چې د غصب شوو ځمکو تثبیتولو په موخه یې د کابل ښار په ناحیو او ولسوالیو کې د ۱۵ ښارګوټو اسناد تر څېړنې  لاندې نیولي دي.

د عدلیې وزارت د خپرونو ریاست نن (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت د قضایاوو عمومي ریاست د روان کال د لېندۍ میاشتې له ۶مې نېټې راهیسي  ۲۷ ښارګوټي د کابل ښار پنځمې، شپږمې، اتمې، لسمې، دوولسمې، اولسمې ناحیو او د کابل بګرامیو، ده سبز، پغمان او شکردرې ولسوالیو کې تثبیت کړي دي.

سرچینه لیکي، د یادو ښارګوټو له ډلې ۱۵ یې خپل اړوند اسناد عدلیې وزارت ته سپارلي او تر څېړنې لاندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اسناد د عدلیې وزارت د قضایاوو د قانون پر اساس د ښارجوړونې او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالۍ په همکارۍ څېړل کېږي څو معلومه شي چې څومره دولتي ځمکه یې غصب کړې ده.

د عدلیې وزارت ویلي چې د پاتې ښارګوټو اسنادونه به هم د امنیتي بنسټونو په همکاري حاضر کړای شي او تر څېړنې لاندې به ونیول شي.

سرچینې په ډاګه کړې چې دغه لړۍ به د ټولو ښارګوټو د اسنادو د څېړنې تر بشپړېدو پورې دوام ولري.

Visits: 67

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.