ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په هېواد کې د کرونا ۲۱ روغتونونو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی”

“په هېواد کې د کرونا ۲۱ روغتونونو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی”

author avatar
29 Dec 2021 - 16:33
“په هېواد کې د کرونا ۲۱ روغتونونو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت درولی”
author avatar
29 Dec 2021 - 16:33

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي چې د کافي مالي سرچینو نشتوالي له امله د کرونا د ۲۱ مرکزونو تړل کېدو اندېښمن کړي، خو وایي چې یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د ځینو روغتونونو تمویل ته حاضر شوي دي.

دغه اندېښنې د عامې روغتیا وزارت له لوري په داسې مهال مطرح کېږي چې د مخکنې نظام له پرځېدو مخکې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره سلګونه میلیونه ډالر مرسته شوې وه او دغه زار مخکني ولسمشر محمد اشرف غني هم له کرونا سره د مبارزې لپاره د حکومت له بودجې څه باندې  ۱.۲ میلیارده ډالر ځانګړي کړي وو.

د يادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۴مه د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته، امريکا د افغانستان نهه ميليارد ډالر پانګه کنګل کړه او د نړيوالې ټولنې مرستې هم بندې شوې.

د کرونا تر نیمايي ډېرو روغتونونو خپل فعالیت درولی دی

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د عامې روغتيا وزارت په ټول هېواد کې د کرونا ناروغانو لپاره ٣٨ روغتونونه ځانګړي کړل او يو شمېر يې نوي جوړ شول، خو ډېر يې د موجودو روغتونونو په ودانیو کې وو.

نوموړي وویل چې له ټولو ۳۸ روغتونونو ۱۷ یې اوس فعال دي او ۲۱ نورو خپل فعالیتونه درولي دي.

هغه د کرونا برخې فعال او غیر فعال روغتونونه مشخص نه کړل؛ خو ویې ویل چې فعال روغتونونه هره ورځ د کرونا د پېښو او مړو راپور ورکوي.

د هغه په وینا چې دغه وزارت د کرونا روغتونونو د بېرته پرانیستلو لپاره له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو سره خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: «یو شمېر نړۍوال سازمانونه چمتو دي چې ځیني روغتونونه تمویل کړي.»

هژیر زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د کډوالو (IOM) او روغتیا (WHO) نړۍوال سازمانونه او له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق  (UNICEF) هغه نوۍوال بنسټونه دي چې د کرونا د یو شمېر روغتونونو مالي ملاتړ یې بر غاړه اخیستی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، د کډوالو چارو نړۍوال سازمان (IOM) د ننګرهار، هلمند، هرات او کندهار ولایتي روغتونونو د تمویل مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

هغه وویل چې نړۍوال روغتیایي سازمان (WHO) او له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (UNICEF) هم ژمنه کړې چې له څلورو تر پنځو روغتونونو اکمالوي.

نوموړی د روغتیایي او کرونا واکسین په برخو کې د کافي کارکوونکو له شتونه خبر ورکوي او وایي، په روغتیایي، په ځانګړې توګه د کرونا په برخه کې اساسي ستونزه یوازې د مالي سرچینو نه شتون دی چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د یادونې ده، کرونا ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال په لېندۍ د چین په اوهان ښار او وروسته په نورو هېوادونو کې خپره شوه- چې په افغانستان کې یې لومړنۍ مثبته پېښه د هماغه کال د کب په پنځمه په هرات ولایت کې ثبت شوه.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي ارقامو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له پیله تر اوسه  ۱۵۷۹۶۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۴۵۴۹۲ کسان یې بېرته رغېدلي او ۷۳۵۴ نور د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.