ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: خوست کې د شهیدانو او معلولینو ٨٠ ميليونه افغانۍ حقوق هرکال نورو کسانو ته ورکول شوي

څېړنه: خوست کې د شهیدانو او معلولینو ٨٠ ميليونه افغانۍ حقوق هرکال نورو کسانو ته ورکول شوي

خوست ښار (پژواک، ٨ مرغومی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې خوست کې د تېر حکومت پرمهال د کال «۸۰» ميليونه افغانۍ د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو حقوق د مستحقو کسانو پر ځای غير مستحقو کسانو ته ورکول شوې دي.

د هغو اسنادو او شواهدو له مخې چې پژواک ترلاسه کړي په کې څرګنديږي چې دغو غير مستحقو کسانو له ۱۳۸۰ لمريز کال څخه نیولې تر ۱۴۰۰ لمريز کاله پورې په منظم ډول د کال ټاکل شوې اندازه پيسې اخيستې دي.

د دغو اسنادو له مخې، دغه کسان د اسنادو د تدقيق او بررسۍ د هغې پايلې په نتيجه کې غيرمستحق ګنل شوي چې د مخکني ولسمشر محمداشرف د ځانګړې مصوبې په ترڅ کې د جمهوريت په وروستيو وختونو کې ټولو ولايتونو ته تکثير شوې وه.

د خوست د شهيدانو او معلولینو چارو پخواني امر نقيب الله ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اسنادو  تدقيق او بررسۍ د يادې پروسې په پايله کې دوی د شهيدانو د وارثينو او معلولينو د ملکي برخې له اووه نيم زره دوسيو څخه يواځې د درې زره کسانو دوسيې څېړلې دي.

نوموړي وويل چې د څېړل شوو دوسيو په پايله کې دوی ته معلومه شوه چې ۱۳۶۹ هغه کسان وو چې د مستحقو کسانو پرځای يې هر کال په اوسط ډول «۸۰» ميليونه افغانۍ ترلاسه کولې.

نقيب الله ځلاند پژواک ته وويل، ښايي د غير مستحقو کسانو دا شمېر نور هم لوړ وي، ځکه د هغه په وينا چې يواځې د ملکي برخې شهيدانو او معلولينو څلورنيم زره دوسيې نورې هم پاتې دي چې څېړلو ته جدي اړتيا لري.

د هغه په وينا، دا ټولې هغه دوسيې دي چې دغې ادارې ته د ده له راتګ څخه مخکې ترتيب شوې وې.

هغه زياتوي: “یاده کمېټه د دې لپاره رامنځته شوې وه څو هغه اسناد چې جعل او تذویر په کې موجود وي او یا هم غیر مستحق کسان چې د معلولینو او د شهيدانو وارثينو په نوم امتیازات اخيستل؛ زما د معلوماتو له مخې د هغوي معاش قطع شوی او دوسیې يې باطلې اعلان شوې دي.”

د خوست ولایتي شورا پخوانی رييس کفيل ريحان هم مني چې په تېر کې د معلولینو او د شهيدانو وارثينو په نوم غير مستحقو کسانو پيسې ترلاسه کړې دي.

هغه وويل، ټولو هغو دولتي او غير دولتي کسانو چې په غیرقانوني توګه يادې پیسې د دولت له خزانې اېستلې دي بايد سخت مجازات شي.

ده زياته کړه: “هر چا چې د معلول او معیوب په نوم معاش اخیستی وي دوی ټول باید څارنوالۍ ته معرفي او پیسې بايد ترې بېرته واخيستل شي او مستحقینو ته بايد ورکړل شي.”

د دې ترڅنګ د خوست ولایت مقام پخوانی ویاند طالب منګل هم مني چې د شهیدانو او معلولینو په امریت کې ځینې ستونزې موجودې وې، چې د حل په موخه يې د مخکني ولسمشر اشرف غني د مصوبې مطابق د یوې ګډې کمېټې له لوري چې ولایت مقام یې په سر کې قرار درلود، د دوسیو بررسي روانه کړې وه.

نوموړی زیاتوي، دوی غوښتل ټولو هغو کسانو ته حقوق ورکړل شي چې مستحق دي او هغوی چې په اسنادو کې يې ستونزې لرلې او د معاشاتو مستحق نه دي، له لېستونو وباسي.

هغه وايي:”په دې برخه کې یو لړ ستونزې موجودې وې هغو ستونزو ته د رسېدو لپاره خوست کې هم د طرزالعمل مطابق کمېټه وټاکل شوه. کمېټې بررسي پیل کړه، هغه څوک چې د معاش او حقوقو حق یې درلود هغه ته حقوق ور کړی شوي دي او ورکول کیږي. هغوی چې په شرایطو برابر نه و هغه له دې دوسیو څخه ایستل شوي دي.”

بل پلو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبير احمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال د دغه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو امريت کارکوونکو بېلابېلو سيمو ته سفرونه پيل کړي او د شهيدانو وارثينو او معلولينو سره ليدنې ترسره کوي.

نوموړي وويل چې د تېر دولت د شهيدانو وارثينو او معلولينو د لېستونو په څېړلو باندې لګيا دي او داسې کسان په کې موجود دي، چې هیڅ معلوليت نه لري، خو په لېست کې شامل دي.

عثماني وويل چې په څو ولسواليو کې دا سلسله سرته رسېدلې او رښتيني د شهيدانو وارثين او معلولين معلوم شوي او په مرکز کې هم دا پروسه پيل شوې او راتلونکي کې به نورو پاتې ولسواليو ته هم غځيږي.

نوموړی وايي: “له دقيقې بررسۍ وروسته به ټول مجموعي ارقام چې څومره واقعي معلولين دي او څومره خيالي دي او يا سفارشي دي هغه به انشاالله معلوم شي. په دې مورد په ډېر شفافيت سره کار روان دی.”

شبيراحمد عثماني په خپلو خبرو کې زياته کړه، کله چې دا ټول معلوم شول دوی به يې لېستونه له رسنيو او د معلولينو چارو وزارت سره شريک کړي.

د يادونې ده چې د خوست ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم د معلولينو د شهيدانو د ورثې حقوق د مستحقو کسانو پرځاى غير مستحقو کسانو ته ورکول شوي او په تېرو ٢٠ کلونو کې معلولينو او د شهيدانو ورثې په دې اړه په وار وار شکايتونه هم کړي دي.

Views: 270

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.