ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشريف کې ناروغ لرونکي د درملو بیو له لوړېدو شکايت کوي

په مزارشريف کې ناروغ لرونکي د درملو بیو له لوړېدو شکايت کوي

author avatar
30 Dec 2021 - 09:39
په مزارشريف کې ناروغ لرونکي د درملو بیو له لوړېدو شکايت کوي
author avatar
30 Dec 2021 - 09:39

مزارشريف (پژواک، ٩ مرغومی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر ناروغ لرونکي وايي چې د درملو د قيمتونو لوړوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، له يوې خوا بيوزلي زياته ده او بل لور ته د درملو بيې تر پنځوس سلنې پورې لوړې شوې دي؛ نو حيران دي چې ناروغانو ته اړينه دوا څنګه واخلي.

په شمال زون کې د درملو خدماتي اتحاديه هم تاييدوي چې د درملو قيمتونه لوړ شوي او عامل يې د وارداتو برخه کې ستونزې او د ډالر ارزښت لوړېدل بولي.

خو د بلخ د عامې روغتيا رياست بيا وايي، هغه کسان چې درمل په لوړ بیه وپلوري نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکی حفظ الله وايي چې خپل ناروغ يې د درملنې لپاره د بلخ ملکي روغتون ته راوستی؛ خو اړ دی چې درمل ورته له شخصي درملتونه واخلي.

هغه زياته کړه چې ناروغ يې شکر ناروغي او د وينې فشار لري او هرو دوو مياشتو کې يې يو ځل د معايناتو لپاره روغتون ته بيايي.

خو نوموړی اوس وايي چې وروستيو اوونيو کې د درملو قيمتونه په بيساري ډول لوړ شوي او د ده په ګډون ګڼ شمېر ناروغ لرونکي يې د اخيستو توانايي نه لري.

حفيظ الله وايي: (( مخکې به مې همدا نسخه په ۸۰۰ افغانۍ اخيستله خو دې مياشت کې مې چې بيه کړه قيمت يې راته ۱۷۰۰ وويل، مانا له پنځوس سلنې يې هم قيمت لوړ شوی دی، دا وضعيت بېخي زيانمنوونکی دی او وېریږو چې ناروغ مو تلف نه شي)).

هغه له حکومته وغوښتل چې د درملو پر پلورونکو فشار راوړي څو قيمت فروشي و نه کړي.

د مزارشريف اوسېدونکې فرحناز هم پژواک اژانس ته وويل چې د درملو قيمتۍ حيرانه کړې ده.

هغې زياته کړه چې له يوې خوا يې کورنی عايد کم شوی او بل لور ته د نورو اړينو توکو په ګډون د درملو قيمت هم لوړ شوی دی.

د هغې په وينا، يو شمېر درمل پلورونکي په دې نوم چې ستونزې دي په بې انصافه ډول يې د درملو بیه لوړه کړې ده .

نوموړې وويل: (( زه غوښتنه کوم لکه څنګه چې حکومت په نورو برخو کې جدي دی همداسې له هغو کسانو سره هم قانوني برخورد وکړي چې دوايانې په لوړه بيه خرڅوي، دا د خلکو له ژوند سره لوبې دي او بايد مخنيوی يې وشي)).

د هغې په خبره، کومه نسخه چې پخوا په پنځه سوه افغانۍ اجرا کېدله اوس يې قيمت ۱۱۰۰ افغانۍ ته رسېدلی دی.

په شمال زون کې د درملو خدماتي اتحاديه هم تاييدوي چې د درملو قيمتونه لوړ شوي او عامل يې د وارداتو برخه کې ستونزې او د ډالر ارزښت لوړېدل بولي.

په شمال زون کې د درملو خدماتي اتحاديې مرستيال احمدشاه عدالتي پژواک ته وویل چې د پخوا په پرتله د درملو قيمتونه لوړ شوي دي.

هغه زياته کړه چې له يوې خوا د دوا وارداتو برخه کې ستونزې شته او بل لور ته د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې پورته شوی؛ نو ځکه د نورو توکو تر څنګ د درملو نرخونه هم لوړ شوي دي.

د هغه په خبره، که حکومت د درملو واردوونکو شرکتونو ته اسانتياوې رامنځته کړي؛ نو ممکن چې د درملو قيمتونه هم راکښته شي.

عدالتي وويل: (( د دوايانو يو شمېر واردوونکې کمپنۍ د پخوا په څېر فعاليت نه لري؛ ځکه ستونزې شته او بل دا چې ډالر پورته شوی او زموږ ۹۵ سلنه دوا وارداتي ده نو ښکاره خبره ده چې په بازار کې د درملو نرخ لوړ شوی دی)).

هغه د اندېښنې په څرګندولو وويل، که د وارداتو برخه کې اسانتیاوې رامنځته نه شي نو ښايي د درملو ځينو اقلامو ته په افغانستان کې لاسرسی بند شي.

د بلخ د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمد يوسف صميم قاضي زاده هم له پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې د درملو قيمتونه لوړ شوي دي؛ خو زياته يې کړه چې دوی د درملو له واردوونکو کمپيو سره په اړیکه کې دي.

هغه زياته کړه چې ټولو کمپنيو او درمل پلورونکو ته يې توصيه کړې چې له قانوني اندازې څخه زيات مفاد دې نه اخلي.

نوموړی وايي، که کوم څوک له قانوني اندازې څخه زيات مفاد واخلي نو جريمه کېږي.

د عامې روغتيا رياست مرستيال وويل: (( موږ ټولو دواخانو والاوو ته ويلي چې خلکو ته تخفيف ورکړي، د دې تر څنګ که هر درملتون له ۲۰ فیصده ډېر مفاد واخلي؛ نو جريمه کوو يې، همدې څو ورځو کې مو يو درملتون ۴۸ زره افغانۍ جريمه کړ ځکه دوايي يې قيمته خرڅوله)).

هغه ټيڼګار وکړ چې حکومت او په ځانګړي ډول عامې روغتيا سکتور ژمن دی چې د درملو واردوونکو شرکتونو ته به اسانتياوې رامنځته کړي.

د صميم قاضي زاده په خبره، د درملو کمپنۍ، سوداګر او دوا پلورونکي هم بايد د خلکو ناسم اقتصادي وضعيت درک کړي او له انصاف څخه کار واخلي.

Visits: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.