کابل ( پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰ ): په کابل ښار کې ګڼ شمېر کسانو د لاريون په کولو سره له نړيوالې ټولنې د افغان حکومت په رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکو له ځان سره " له اسلامي امارت څخه ملاتړ کوو"، " د افغانانو غصب شوې پيسې آزادې کړئ" ليکلي شعارونه لېږدول، له نړۍ په تېره بيا له اسلامي هېوادونو يې وغوښتل چې افغان حکومت دې په رسميت وپېژني.
لاريون چې نن سهار شاوخوا لس بجې په عبدالحق څلور لارې کې پيل شو، نړيوالو ته يې خبرداری ورکړ چې که افغان حکومت په رسميت ونه پېژني په هېواد کې شته بې وزلي به اوج ته ورسېږي.
لاريون کوونکو دغه راز له امريکا هم وغوښتل چې د ملت کنګل کړل شوې پيسې دې آزادې کړي.
دوی وايي چې د امریکا د بندیزونو له امله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب او ټول کاروبار له ستونزو سره مخ دی.
د ابوبکر ځلاند په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک ته وویل:" افغان ولس له ډېرو ستونزو سره مخ دی او نړیوال دې هغوی یوازې نه پرېږدي."
هغه له نړیوالو په تېره بيا اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې پر امريکا دې فشار راوړي چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي، ځکه افغانان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
همدارنګه د لاریون یو بل ګډونوال محمد نسیم ځواک وویل چې نوموړی د دې لپاره دلته راغلی او په لاریون کې یې برخه اخیستې تر څو نړیوال افغان حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي وویل:" که اسلامي هېوادونه د افغانستان حکومت په رسمیت ونه پيژني نو په هېواد کې د ناورین او بحران رامنځته کېدو مسوولیت به د دوی پرغاړه وي."
دغه راز د لاریون یو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او لاريون د پرېکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسېد.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې نړيوال په تېره بيا اسلامي هېوادونه دې د افغانستان د موضوع په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږي او له افغانانو سره دې هر اړخيزې مرستې وکړي.
په پرېکړه لیک کې زیاته شوې چې د افغان حکومت په رسمیت نه پېژندلو له امله د هر ډول راتلونکي ناورین مسووليت به د نړيوالې ټولنې پرغاړه وي او نړۍ باید وار له مخه خپل مسوولیت ادا کړي.
په پرېکړه لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې که نړيواله ټولنه د افغان حکومت په رسميت پېژندلو کې بېړه ونه کړي، افغانستان به د فقر او بې وزلۍ له امله له کنټرول څخه وتلي حالت ته ورسېږي چې د نړۍ ثبات به هم اغېزمن کړي.
د یادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې دا درېيم لاریون دی چې تر سره کېږي، خو تراوسه د سيمې او نړۍ هېوادونو د افغان حکومت د رسميت پېژندلو لپاره اقدام نه دی کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP