Pajhwok Afghan News

په سالنګونو کې د اورښت له امله به د شمال لار په وقفه یي ډول خلاصه وي

چاریکار (پژواک،۱۴ مرغومی ۱۴۰۰): د سالنګ لار د ډېرې واورې له امله په وقفه یې ډول د ترافیکو پر مخ خلاصېږي خو مسوولین له خلکو غواړي چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره دې د شپې له مخې پر دې لار تګ راتګ نه کوي.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت اجرایوي مدیر سمیع ولي زاده وایي چې له واورې سره توپان هم شته او د باد سرعت په ثانیه کې له ۳ تر ۶ مترو پور دی، نږدې نوي سانتي متره واوره اورېدلې، شاوخوا پنځوس کیلومتره سړک یخک شوی او هوا د سانتي ګراد منفي یوولس درجې ده.

د هغه په خبره، له همدې امله به دغه لاره له ټېلري موټرو پرته د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ په وقفه یي ډول خلاصه وي.

دی له عابرینوغواړي چې د شپې له خوا دې د احتمالي خطرونو د مخنیوي په موخه دې حرکت نه کوي.

د ولي زاده په خبره چې په سالنګونو کې د واورې اورښت به دوه ورځې نور هم دوام ولري.

هغه وویل چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې له خوا به د دې لارې پاکولو چارې دوام ولري.

Views: 86

Exit mobile version