ګرديز (پژواک، ١٦ مرغومى ١٤٠٠): د پکتيا ولايت احمدابا ولسوالۍ اړوند په «مالي خېلو» سيمه کې يوې ۱۷ کلنې کوژدن شوې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، يادې نجلۍ له وسلې په استفادې ځان ويشتلی او وروسته يې د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند عمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د لامل معلومولو په موخه د جنايي جرمونو ادارې څېړنې پیل کړې دي.
په پکتيا کې ډېری وخت د کلتوري او نورو کورنيو ستونزو له امله ځينې ښځې پر ځانوژنې او ځان سوځونې لاس پورې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP