ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مطیع الله ویسا؛ هغه ځوان چې د ښوونځي سوځولو درد د پوهنې د ودې کمپاینر کړ

مطیع الله ویسا؛ هغه ځوان چې د ښوونځي سوځولو درد د پوهنې د ودې کمپاینر کړ

author avatar
6 Jan 2022 - 16:44
مطیع الله ویسا؛ هغه ځوان چې د ښوونځي سوځولو درد د پوهنې د ودې کمپاینر کړ
author avatar
6 Jan 2022 - 16:44

کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): مازدیګر و، لمر د غرونو شا ته په ډوبېدو و او خپلې زرینې وړانګې یې ورو ورو ورټولولې چې د سپین بولدک په خاورینو او کږو وږو کوڅو کې دغو غږونو انګازې کولې: موږ ښوونځي غواړو! زده کړې زموږ حق دی! د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي! پوهنه رڼا ده، پرمختګ او ابادي ده!! او…

دا د هغو لسګونو رضاکار ځوانانو له خولو راوتونکي شعارونه دي چې پر خپلو موټرسایکلونو کوڅه په کوڅه ګرځي او خلکو ته د پوهنې د ارزښت په اړه پوهاوی ورکوي او هغوی هڅوي چې خپل زامن او لوڼې ښوونځي ته واستوي.

ماشومان او لویان د دغو غږونو له اورېدو سره له کورونو راوځي او ورباندې راټولېږي چې هغوی یې نه یوازې زده کړو ته هڅوي، بلکې د ماشومانو مجلې، کتابونه، کتابچې او قلمونه هم ورباندې وېشي.

د دغو رضاکار ځوانانو سرلاری د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی مطیع الله ویسا دی چې کلونه مخکې یې ښوونځی د وسله والو له خوا وسوځول شو.

دې پېښې که څه هم دی او د ده ټولګیوال سخت ودردول خو هوډ یې لا پياوړی شو؛ داسې چې نه یوازې خپلې زده کړې یې بشپړې کړې، بلکې ده ته یې د پوهنې د ترویج او ودې په برخه کې په رضاکار ډول د کمپاین فکر پيدا کړ.

ویسا چې له یوې لسیزې ډېر د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوهنې د ودې لپاره کمپاین کوي، په هغو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو هڅې کوي چې ماشومان او ځوانان یې له زده کړو بې برخې دي.

هغه په ۲۰۰۴ زېږدیز کال په معروف ولسوالۍ کې په څلورم ټولګي کې و چې ناپېژاندو وسله والو یې ښوونځی وسوځاوه او د ده په ګډون یې د سلګونو زده کوونکو د زده کړو مخه ونیوه.

ده د هماغه مهال کیسه پژواک خبري اژانس ته داسې وکړه: «شاوخوا ۲۱ کاله مخکې په معروف ولسوالي کې هیڅ ښوونځی نه و؛ ځکه وسله والو چا ته اجاره نه ورکوله چې په دې ولسوالي کې ښوونځی پرانیستل شي خو زما پلار د هر راز خطر په منلو پوره یو کال منډې ترړې وکړې، پرله پسې کمپاین یې وکړ او وتوانېد چې دغلته د لومړي ځل لپاره ښوونځی پرانیزي.»

هغه زیاتوي، دی او سلګونه همځولي یې خوښ وو چې په کلي کې یې ښوونځی پرانیستل شو او دوی به په کې زده کړې کوي، خو د دوی دا خوښي ډېر پاتې نه شوه.

دی وايي: «۲۰۰۴ زېږدیز کال و، زه هغه مهال په څلورم ټولګي کې وم، د شپې له خوا زموږ کلي ته وسله وال کسان راغلي وو او زموږ ښوونځي ته یې اور اچولی و، سهار چې د ښوونځي په نیت له کوره راووتم، د ښوونځي ودانۍ تورو لوخړو لاندې کړې وه، څوکۍ، مېزونه او نور توکي په ایرو بدل شوي وو… .»

د ده په خبره، ښه یې یاد دي چې هماغه سهار ده او همځولو یې ټولو ژړل او د ښوونځي پر سوځېدو سخت خپه وو.

ده چې له دې خبرو سره یې غوني زیږه شول، زیاته کړه: «خو زه مایوس نه شوم، له معروف ولسوالۍ کندهار ښار ته راغلم او دلته مې زده کړو ته دوام ورکړ، څو کلونه وروسته له خپل ورور سره یو ځای کابل ته لاړم او هلته له ښوونځي فارغ شوم.»

ویسا وايي، په ۲۰۰۹ کال کې یې د “قلم لار” په نوم ټولنه جوړه کړه او له همدې لارې يې کمپاین پيل کړ څو په لرو سیمو کې ښوونځي پرانیزي او ماشومان زده کړو ته لاسرسی ولري.

د هغه په خبره، په دې برخه کې یې پلار او ورور هم ډېره مرسته ورسره کړې ده، کلي په کلي او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځېدلی څو خلک وهڅوي چې ښوونځي پرانیزي او ماشومان یې له زده کړو برخمن شي.

دی وايي، د دغه کمپاین په ترڅ کې له ډېرو ستونزو سره هم مخ شوی؛ ځکه په داسې سیمو کې یې د ښوونځيو پرانیستنې لپاره کمپاین کاوه چې هلته به ښوونځي سوځول کېدل او ان عام خلک هم د ښوونځيو مخالف وو.

نوموړي زیاته کړه: «که څه هم د دغه کمپاین پر وړاندې ډېرې ستونزې وې خو موږ وکولای شول چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۰۰ ښوونځي پرانیزو. دغه راز په هغه سیمو کې مو ۴۶ ښوونځي راجسټر کړل چې زر یا دوولس سوه کورنیو به په کې ژوند کاوه خو هیڅ ښوونځی به هلته نه و.»

ویسا وایي، له تېرو شاوخوا دوولسو کلونو راهیسې یې د پوهنې د ودې کمپاین د افغانستان ټولو ولایتونو ته غځولی او ۳۱۰ ولسوالیو ته تللي چې اوس مهال د افغانستان له هر قوم او سیمې څخه ۲۴۰۰ رضاکاران په دغه کمپاین کې همکاري ورسره کوي چې له دوی یې ۴۰۰ ښځې دي.

ده زیاته کړه، دا مهال په لرو ولسوالیو کې په کورونو کې د نجونو لپاره ۲۴ ښوونځي لري چې قرطاسیه او نور اړین مواد د قلم لار ټولنې له خوا ورته چمتو کېږي او په دې برخه کې شاوخوا ۱۳۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

دی وایي، دا چې د طالبانو په راتګ سره اوس مهال له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي نو دوی په دې برخه کې لا هم هڅه کړې چې خپل فعالیت زیات کړي او ورسره ترڅنګ یې انلاین ټولګي هم جوړ کړي دي.

د ویسا په وینا، په هغو سیمو کې چې د انټرنېټ اسانتیا شته، د دوی رضاکار ښوونکي له کابله هغوی ته انلاین زده کړې ورکوي چې اوس مهال په دې برخه کې هم زیات شمېر نجونې پر زده کړو بوختې دي.

مطیع الله ویسا وایي، زده کړو ته د لاسرسي لپاره یې په ډېرو ولسوالیو کې ۳۹ عامه کتابتونونه هم جوړ کړي چې شاوخوا ۳۵۰زره کتابونه په کې شته او ځوانان یې لولي.

دی وايي، پلان لري چې انلاین ټولګي نور هم زیات کړي څو هغه زده کوونکي، په ځانګړې توګه نجونې چې زده کړو ته لاسرسی نه لري، له زده کړو برخمنې شي.

هغه وویل: «موږ هڅه کوو چې انلاین ټولګي نور هم زیات کړو او په هغه سیمو کې زده کوونکو ته زده کړې پيل کړو چې له ښوونځیو سره په کې مخالفت کېږي، داغه راز یو بل پروګرام هم لرو، غواړو د افغانستان نصاب په ټابلیټونو کې ځای پر ځای کړو، وروسته یې رضاکار ښوونکو ته ووېشو څو هغوی وکولای شي په اسانۍ یې زده کوونکو ته تدریس کړي.»

ویسا زیاته کړه، کله چې د نجونو ښوونځي بند شوي، دوی په ۱۳ ولایتونو کې د ماشومانو او ځوانانو د مطالعې لپاره کتابونه او قرطاسیه وېشلي څو هغوی له لیک او لوست سره اشنا پاتي شي او ذهنونه یې وروزل شي.

ده وویل، په ښارونو کې هم د هغو یتیمو او بېوزلو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابروي چې نه شي کولای زده کړې وکړي او په دې برخه کې یې له ځينو ښوونځيو سره خبرې کړې دي.

هغه وایي، د زده کړو لپاره د کمپاین ترڅنګ هڅه کوي له غریبو او اړو کورنیو سره ژمنۍ مرستې هم وکړي خو د دوی ټول فعالیت او هڅې د پوهنې په برخه کې دي او هڅه یې دا ده چې هیڅ ماشوم له زده کړو بې برخې نه شي.

د قلم لار ټولنې د رضاکارانو له ډلې یوه هم زرلښت ولي ده چې د انلاین ټولګیو په برخه کې همکاري کوي.

نوموړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له انګلیسي څانګې فارغه شوې ده او اوس مهال شاوخوا ۱۸۰ نجونو ته په انلاین بڼه زده کړې ورکوي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو ټولګیو کې نجونو ته د ښوونځي ټول مضامین تدریسوي او هڅه کوي دغه پروګرام لا پراخ کړي.

دا وایي، دا چې په افغانستان کې د انټرنېټ ستونزه شته نو ځکه په دې برخه کې لا هم زیات پرمختګ نه دی شوی.

حسینه هم د رضاکارانو له ډلې یوه ښوونکې ده چې د کندهار په يوه لرې ولسوالۍ کې نجونو ته زده کړې ورکوي.

هغې پژواک ته وویل، ویاړي چې د زده کړو په برخه کې کار کوي او نجونې له دې لارې یو څه زده کوي.

هغه وايي، شاوخوا ۶۰ نجونو ته زده کړې ورکوي، قرطاسیه او نور اړین مواد د قلم لار ټولنې له خوا ورته چمتو کېږي.

دې زیاته کړه، دا چې په لرو ولسوالیو کې ښوونځي نشته او پر وړاندې یې اوس هم مخالفتونه موجود دي نو دا د نجونو لپاره یو ډېر ښه فرصت دی چې په کورونو کې د قلم لار ټولنې په هڅو جوړ شوو ښوونځيو کې زده کړې وکړي.

که څه هم له کلونو راهیسې د ډېرو ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې ښوونځي نشته خو د طالبانو د حکومت له راتګ سره د نجونو له اووم څخه د پورته ټولګیو د زده کړو بهیر په ټپه درېدلی دی.

خلک غوښتنه کوي چې هلکانو او نجونو ته باید د زده کړو یو شان حق ورکړل شي او له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم ژر پرانیستل شي.

د قلم لار ټولنې مسوولین وايي چې په دغه کمپاین کې به هم مخکښ رول ولري څو هیڅوک هم له زده کړو وروسته پاتې نه شي.

Visits: 282

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.