Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې ۷۵ ملي متره باران اورېدلی خو د سمسور کال لپاره ۱۷۵ ملي متره نور باران ته اړتیا ده

 کندهار (پژواک، ۱۸ مرغومی۱۴۰۰)  په کندهار کې وروستیو ورښتونو ته کروندګر خوښ دي او وایي، تمه لري چې نور ورښت هم وشي څو کال اباد او وچکالي له منځه ولاړه شي.

په کندهار کې سږ کال د ژمي موسم له پيل څخه درې ځله پرله پسې بارانونه شوي او په ډېرو ولسوالیو کې کوچني چک ډيمونه له اوبو ډک شوي دي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ یو بزګر محمد انور وایي، کروندګر ډېر ناهیلي وو چې که سږ کال بیا هم وچکالي وي نو د دوی حاصلات به ډېر کم شي.

هغه وایي، وروستیو بارانونو هیله من کړي چې کال به اباد وي او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه به هم لوړه شي.

د نوموړي په خبره، سږ کال یې د اوبو د کمښت له امله پر خپله ځمکه غنم او نور کرنیز توکي نه دي کرلي، خو اوس تمه پیدا شوې چې اوبه به ډېرې شي.

دغه راز د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو بزګر عبدالنافع هم وايي، چې اوسنیو  ورښتونو ځمکې ته ډېره ګټه رسولې او دوی یې د برمو د اوبو له اړتیا څخه خلاص کړي دي.

هغه وایي، د باران اوبه د دې تر څنګ چې د اوبو کچه لوړوي، دغه راز کښتونه د بېلابېلو کرنیزو افتونو څخه هم پاکوي چې له دې سره په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راځي.

بل خوا د کندهار د دهلې بند چې د وچکالۍ امله ډېر تش شوی و لا هم ډېرې اوبه نه دي ورته راغلي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یو تن کروندګر عبدالباري وایي، دغه بند ته اوبه راروانې دي خو تر اوسه لا هم په دهله کې اوبه کمې دي.

هغه وایي، د کندهار په شمالي برخو کې د بارانونو او واورې له امله د دهلې بند ته بهېدونکې اوبه زیاتې شوې دي او تمه لري چې دهله به هم سږ کال ډکه شي.

دهلې بند د کندهار د اووه ولسوالیو ځمکې او باغونه خړوبوي.

د کندهار د کرنې ریاست وایي، سږ کال تر اوسه په دغه ولایت کې د ورښتونو کچه ۷۴،۶ ملي متره ته رسېدلې ده.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي محمود مظلوم پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو ورښتونو ته په کتو تمه شته چې نور باران هم وشي او کال اباد شي.

د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، کندهار د یوه اباد کال لپاره له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ملي متره باران ته اړتیا لري، څو د وچکالۍ مخه ونیول شي او د اوبو کچه لوړه شي.

د یادونې ده چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو تر څنګ کوچیان هم زیانمن شوي او د څړځایونو د نشتوالي له امله اړ شوي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري.

دوی هم تمه لري چې د وروستیو ورښتونو سره به څړځایونه شنه شي او یو ځل بیا به د څارویو د ساتلو جوګه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.