Language

د کورنيو چارو وزارت: د لعلپورې ولسوالۍ په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي

دويم تعقيب-جلال اباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله د يوه ښوونځي نهه زده کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د دغې ولسوالۍ ورسک سيمه کې د ښوونځي مخې ته رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند عاقل جان عزام وايي چې دغه چاودنه د جوارو پلورونکي د ګازډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دى وايي چې په دې پېښه کې د ياد ښوونځي نهه زده کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

ده وويل: (( په تأسف سره چې ځينې مغرضې رسنۍ ياده چاودنه د هاوان مرمۍ له امله بولي، چې د دوی دغه خبر هیڅ حقیقت نه لري.))

خو بل لورته د لعلپورې ولسوال قاري ابوبکر پژواک اژانس ته وويل: ((د مکتب مخې ته يو کس پولۍ خرڅولې، کوم ماشوم ورته ناچاوده سرګلوله راوړې ده، دغه کس چې سرګلولې ته ګوزار ورکړی چاودنه يې کړې ده.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په چاودنه اووه زده کوونکي او دغه پولۍ پلورونکى وژل شوي او درې زده کوونکي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې هم پژواک ته تاييد کړه چې د پېښې له ځايه د جلال اباد حوزوي روغتون ته درې ټپي ماشومان ور وړل شوي دي.

د لعلپورې ولسوالۍ يو اوسېدونکي رومان مومند هم پژواک ته وويل چې چاودنه نن سهار لس بجې د دغې ولسوالۍ د ورسک ښوونځي مخې ته پر زده کوونکو شوې ده.

دی وايي چې چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي او درې ټپيان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې تړاو يې نور جزيیات ورنه کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.