ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکي له خپل بد وضعیته شکایت کوي

په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکي له خپل بد وضعیته شکایت کوي

author avatar
10 Jan 2022 - 18:57
په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکي له خپل بد وضعیته شکایت کوي
author avatar
10 Jan 2022 - 18:57

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي داسې مهال په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د بې برخلیکوالي پر دوام نیوکه کړې او له دوی د ملاتړ په پار یې د «په اندونیزیا کې کډوالو ته رسېدنه وکړئ» په نوم هشتک په لار اچولی، افغان حکومت د دوی د ستونزو د حل لپاره د هڅو د پیل خبر ورکوي.

په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې په اندونیزیا کې د افغان پناه غوښتونکو په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې پراخ فعالیت ترسره کېږي. دا ځل د هېواد یو شمېر پېژندل شوو هنرمندانو، د رسنیو فعالانو او لیکوالانو هم په دغه فعالیت کې برخه اخیستې ده.

ټاکل شوې دغه عدالت غوښتنه د امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په بېلابېلو ساعتونو کې ترسره شي او تر اوسه په کې تر ۲۰زره ډېرو کسانو برخه اخیستې ده.

په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکو تر اوسه څو ځلې د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ له خوا هغوی ته د کورونو بېرته نه ورکولو غبرګون او نامعلوم برخلیک له امله کې لاریون کړی دی.

د اندونیزیا ماکاسار ایالت کې د پناه غوښتونکو د حقونو فعال جواد رباني دې ته په اشاره چې په دغه هېواد کې مېشت ډېر شمېر افغان پناه غوښتونکي له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې بې برخلیکه دي، په خپل تصویري کلېپ کې وايي: ((پناه غوښتونکي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او د دوی لاریونونه تل د اندونیزیا امنیتي سرتېرو له خوا ځپل کېږي. افغان پناه غوښتونکي او ځينې پېژندل شوې افغان څېرې ټولنیزو شبکو کې د کمپاین له لارې هڅه کوي د پناه غوښتونکو یاد وضعیت ته د مسوولینو پام واړوي.))

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی تصویري کلېپ «HelpRefugees-Indonesia» ښيي چې یوه ډله کډوال په یاد هېواد کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته ټول شوي، خو د یاد هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا ورسره تاوتریخولی کېږي.

د داوود ناجي په نوم سیاست پوه، سیاسي او مدني فعال ټویټر کې لیکلي: ((پناه غوښتل او کډوالي په نړیوالو قوانینو کې منل شوی بشري حق دی، د ماشومانو په ګډون زرګونه افغان پناه غوښتونکي له تېرې یوې لسیزې راهیسې په اندونیزیا کې له خپل مسلم حق بې برخې شوي، ۱۰ کاله انتظار او بې برخلیکتوب، ویل یې ساده دي خو دا په رښتیا لوی ظلم دی.))

شاعر، خبریال، د بشر حقونو فعال او د پناه غوښتنې چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ کارکوونکي بصیر اهنګ په یوه تصویري کلېپ کې داسې وايي: ((یو لوی انټرنېټي کمپاین روان دی چې تر ۲۶۰زره ډېرو کسانو د #HelpRefugees_Indonesia په نوم هشتک ټویټر کې شریک شوی دی.))

هغه زیاتوي، د دغه ډېر شمېر پناه غوښتونکو له ډلې د ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسانو پناه  غوښتنه منل شوې خو د پناه غوښتنې په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر اوسه په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د بې برخلیکتوب اړوند سپيناوی نه دی کړی.

په ورته وخت کې لیکوال اسد بودا ټویټر کې ویلي: ((اندونیزايي کډوال د نړیوالې سیاسي لوبې قرباني دي؛ دولتي او سیاسي غلو او رهزنو ته چې په مستقیم ډول د خلکو په دربدرۍ او ګډوالۍ کې رول لري، په نړۍ کې ځای شته، خو په اندونیزیا کې د کډوالو غږ نه اورېدل کېږي؛ دردناکه صحنه ده، د اغزن سیم تر شا د شونډو ګنډل.))

دغه راز د هېواد یوه هنرمند داوود سرخوش په یوه لنډ یادښت کې ویلي: ((په اندونیزیا کې د کډوالو په کمپونو کې څه نه وو چې نه دې لیدل، سوځېدل او فقط سوځېدل!)) هغه له خپلو مخاطبینو غوښتي چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي.

د یوه راپور له مخې، په ورته وخت کې یوه ۲۲ کلن افغان پناه غوښتونکي د اندونیزیا سوماترای جزیره کې، په درېیم هېواد کې د ځای پر ځای کېدو لپاره د خپل اووه کلن انتظار په اعتراض کې د ملګرو ملتونو سازمان سیمه ییز دفتر مخې ته ځان ته اور واچاوه او ۱۲ پناه غوښتونکو د بې برخلیک پاتې کېدو په اعتراض ځانوژنه کړې ده.

ګلثوم قلندري له خپل مېړه او ماشوم سره یوه تصویري کلېپ کې په یاد هېواد کې د پناه غوښتنې د سخت ژوند خبره کوي او وايي، په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو بې برخلیکتوب د دې لامل شوی چې ان ځيني کسان خپل ژوند ته د پای تکی کېږدي.

دغه راز د دوی په خبره، په یاد هېواد کې ډېری شمېر پناه غوښتونکي همدا اوس له رواني ستونزو ځورېږي.

په ورته وخت کې افغان پناه غوښتونکو په ۲۰۱۵ کال کې په یوه لیک کې د ملګرونو ملتونو له سازمان څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې وه.

 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پژواک ته وویل: ((په دې کې شک نشته کې بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی او اندونیزیا کې له دوی سره انساني چلند نه کېږي.))

هغه زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل کار له پیله راهیسې له بېلابېلو هېوادونو سره د کډوالو د وضعیت ښه کېدو او هېواد ته د دوی د بېرته باعزته راستنېدو لپاره خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې که دوی وغواړي بېرته هېواد ته راستانه شي، کولای شي باعزته راستنېدنه ولري.

د کډوالو چارو ریاست هڅه کوي چې اندونیزیا کې د کډوالو ستونزې له ډپلوماتیکو لارو حل کړي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.