ژبه

تازه خبرونه
حنفي: مسوولین دې په چارو کې له اخلاص او امانتدارۍ کار واخلي

پلخمري (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهی‌عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست بغلان ولایت کې یوه غونډه کې له مسوولینو غوښتي چې له مشرانو د اطاعت ترڅنګ په خپلو چارو کې له اخلاص، امانتدارۍ او دیانت څخه کار واخلي.

د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفی نن بغلان ولایت کې یوه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

هغه وویل، د اسلامي خلافت له ختمېدو وروسته یوازینی هېواد افغانستان دی چې د نړۍ زبرځواکونه یې د خپلې «پاکې عقيدې» پر مټ مات کړي دي.

ده زیاته کړه، د ننني نظام بدیل او بېلګه په ټوله نړۍ کې نه ليدل کېږي؛ ځکه چې د اسلامي امارت مسوولین پر ولس زړه سواندي دي.

هغه له مسوولینو وغوښتل چې په خپلو چارو کې له اخلاص، امانت او دیانت څخه کار واخلي او د ولس خدمت وکړي.

نوموړي دغه‌راز وویل، د هر نظام د پایښت لپاره له مشرانو اطاعت اړین دی او ټول مسوولین مکلف دي چې د مشرتابه له لوري پر صادر شوو فرمانونو، لارښوونو او سپارښتنو عمل وکړي او تر نورو یی ورسوي.

حنفي زیاته کړه:  «نن هغه نړۍوال پر مونږ له بشري حقونو څخه د سرغړونې تور پورې کوي چې د هغوی په ړندو بمباریو او چاپو کې زرګونه بې‌ګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

دغه‌راز، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني یاده غونډه کې وویل، دغه نظام د شریعت تطبیقولو لپاره رامنځته شوی او مسوولین یې پر پلي کولو مکلف دي.

ده وویل، له شته رامنځته شوي فرصت او ډاډمن امنیت څخه ټول هېوادوال برخمن دي او  په کارده چې د ثبات د لا ښه ټینګښت لپاره ګډ کار وشي.