ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قزاقي ځواکونو په لاریون کوونکو پسې کور په کور پلټنه پیل کړې ده

قزاقي ځواکونو په لاریون کوونکو پسې کور په کور پلټنه پیل کړې ده

author avatar
10 Jan 2022 - 15:04
قزاقي ځواکونو په لاریون کوونکو پسې کور په کور پلټنه پیل کړې ده
author avatar
10 Jan 2022 - 15:04

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو له مخې، د قزاقستان امنیتي ځواکونه لاریون کوونکي کور په کور لټوي او تر اوسه د شپږ زرو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.

تېره ورځ د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۵۹۶۹ کسان نیولي او له دې ډلې ۱۳۳ کسان پر جدي جرمونو تورن شوي دي.

د راپورونو له مخې، په یاد هېواد کې د وروستیو نا امنیو په ترڅ کې تر اوسه ۱۶۴ کسان وژل شوي چې یوازې ۱۰۳ کسان د قزاقستان لوی ښار الماتي کې وژل شوي خو دا چې د لاریون په جریان کې د یاد هېواد انټرنېټي خدمات قطع شوي، د مستقلو رسنیو له لوري د دې ارقامو تاییدول ستونزمن دي.

د قزاقستان چارواکي وایي چې په قزاقستان کې وضعیت ښه شوی او اوسمهال یې کنټرول د حکومتي ځواکونو په لاس کې دی.

د راپورونو له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د قزاقستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د پخواني رییس کریم ماسیموف دوه مرستیالان له دندې ګوښه کړي دي.

د ماسیموف د دغو دوو مرستیالانو له ګوښه کېدو مخکې خپله ماسیموف د خیانت په تور له دندې ګوښه او نیول شوی و.

د قزاقستان د ولسمشر له خوا د یاد هېواد دغه امنیتي چارواکي په داسې حال کې  له دندې ګوښه کېږي چې په دغه هېواد کې وروستۍ ګډوډي په درېیو لسیزو کې بې مخینه ده او له شوروي اتحاده د قزاقستان د ازادۍ له اخیستو وروسته د لاریون کوونکو ځپل هم بې مخینې وو.

د خلکود لاریونونو په دوام د قزاقستان چارواکو اعلان کړی چې په یاد هېواد کې د روسي قواوو په مېشتېدو سره اوضاع د ښه کېدو په حال کې ده؛ د اعتراضاتو له پراخېدو سره د قزاقستان ولسمشر د روان کال د جنورۍ په پنځمه د جمعي امنیت تړون له سازمانه د ځواکونو غوښتنه وکړه.

د قزاقستان د ولسمشر له غوښتنې وروسته د امنیت سازمان ۲۵۰۰ سوله ساتي ځواکونه چې ډېری یې روسي نظامیان دي، د ورلېږلو پرېکړه کړې ده.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.