ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په کندهار کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

author avatar
11 Jan 2022 - 17:39
په کندهار کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
author avatar
11 Jan 2022 - 17:39

کندهار (پژواک، ۲۱ مرغومی۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د څه باندې ۳۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ياد ښوونځی د حاجي عبدالله په نوم دی، د کندهار ښار په نهمه ناحيه کې موقعيت لري، چې د جوړېدو کار يې کابو یوکال وړاندې پيل او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د کندهار د پوهنې رييس مفتي قدرت الله الوصال د يادې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې دغه ودانۍ په يو وخت د ۴۰۰تنو زده کوونکو د ځايېدو ظرفيت لري.

نوموړي وويل چې دا ښوونځی په ۳۰زره، ۲۰۰ او ۲۲ امريکايي ډالرو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ( UNHCR) په مالي مرسته جوړ شوی.

د دغې لېسې مدیر غلام محی الدین پژواک ته وويل چې مخکې دوی د خپل ښوونځي لپاره کور په کرايه نيولی و او هغه د ښوونځي لپاره مناسب ځای هم نه و.

د کندهار مرستیال والي مولوي حيات الله مبارک پر ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو غږ وکړ چې له افغانستان سره دې د پوهنې په برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

د سیمې اوسېدونکي د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او وایي، مخکې د ياد ښوونځي زده کوونکو په کرایي کور کې زده کړې کولې.

د نهمي ناحیې اوسېدونکی اغا ولي باراني وایي چې اوس به ډېرې نجونې او هلکان وکولای شي چې دلته زده کړې وکړي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې له اووم ټولګي پورته هم د زده کړو زمينه برابره کړي.

Visits: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.